د نړۍ پای (۴۳مه برخه) – له خلکو سره د مال او دولت ډير والی –

۸۵ –له خلکو سره د مال او دولت ډير والی
مسلمانانو د اسلام په اولنيو کلونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرتيا کې او له هغه وروسته په داسې حال کې ژوند تير کړی چې ډير فقر وو، تر دې چې د هغوی ګزاره يواځې په دوو شيانو وه : اوبه او کجورې.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وويل : عنقريب به حالات بدل شي او د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې دولت به ډير شي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: مال به دومره ډير شي چې يو سړی به خپل زکاة يوه مياشت وګرځوي مګر بيا به هم کوم مستحق پيدا نکړي، ځکه چې خلک به ډير مستغني وي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَكْثُرَ فِيكُمْ الْمَالُ فَيَفِيضَ حَتَّى يُهِمَّ رَبَّ الْمَالِ مَنْ يَقْبَلُ صَدَقَتَهُ وَحَتَّى يَعْرِضَهُ فَيَقُولَ الَّذِي يَعْرِضُهُ عَلَيْهِ لَا أَرَبَ لِي ([1]).
ژباړه : قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې په تاسو کې مال ډير نشي، د مال د ډير والي به دا حال وي چې يو مالدار به په دې پريشان وي چې د ده صدقه به څوک قبوله کړي؟ هغه به يوه کس ته خپل مال وړاندې کړي او هغه کس به ورته ووايي : ما ته د دې هيڅ ضرورت نشته.
حضرت ابو موسی اشعري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ يَطُوفُ الرَّجُلُ فِيهِ بِالصَّدَقَةِ مِنْ الذَّهَبِ ثُمَّ لَا يَجِدُ أَحَدًا يَأْخُذُهَا ([2]).
ژباړه : په خلکو به يوه داسې زمانه هم راشي چې يو سړی به د خپل مال سره را واخلي او ګرځي به تر څو چې کوم حاجتمند پيدا کړي، مګر دی به هيڅ داسې څوک پيدا نکړي کوم به چې د ده د مال اخستلو ته تيار وي.
د علماؤ په دې کې اختلاف دی چې آيا دا نښانه واقع ده او که نه؟:
ويل کيږي چې دا نښانه د صحابه کرامو په زمانه کې واقع شوې، کله چې هغوی لوی لوی فتح وکړې او د فارس او روم غنيمتونه د هغوی لاسته ورغلل.
له دې وروسته بيا د حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په زمانه کې په مسعود کې مال دومره ډير وو چې که يوه سړي به خپله صدقه يو چا ته وړاندې کړه نو هيچا به دغه صدقه نه قبلوله، تر دې که يو څوک به په ظاهره حاجتمند وبلل شو او هغه ته به يې مال وړاندې کړ، ليکن هغه به وويل: ما ته د دې مال هيڅ ضرورت نشته.
دويم قول دا دی چې دا نښانه به په آخره زمانه کې واقع کيږي او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم اشاره په اصل کې د مهدي د ظهور زمانې ته ده، په دې وخت کې به مهدي خلکو ته جولۍ ور ډکوي او له شميره پرته به مال تقسيموي، له دې امله چې مال به ډير زيات وي، زمکه به برکات او معدنيات د باندې را وباسي تر دې چې د هغې له خيټې څخه به د سرو او سپينو يوه ذخيره ترلاسه شي.
حضرت سعيد جريري له ابو نضره څخه بيان کوي چې هغه ويل:
مونږ له حضرت جابر رضی الله عنه سره ناست وو هغه بيان کاوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
زما د امت په آخره زمانه کې به يو داسې خليفه وي کوم به چې خلکو ته په دواړو ډکو ډکو لاسونو مال ورکوي او شميري به يې نه، سعيد وايي : ما له ابو نضره او ابوالعلاء څخه وپوښتل : د ستاسو څه خيال دی؟ دا خليفه عمر بن عبد العزيز نه دی؟ هغوی راته وويل : نه ([3]).
۸۶ زمکه به خپلې خزانې د باندې را وغورځوي
په آخره زمانه کې به مال او دولت دومره ډير شي چې زمکه به خپلې خزانې د باندې را وغورځوي، تر دې چې خلک به د مال د ډيروالي له امله له دولت څخه بې نيازه شي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
تقيء الأرض أفلاذ كبدها أمثال الأسطوان من الذهب والفضة فيجيء القاتل فيقول في هذا قتلت ويجيء القاطع فيقول في هذا قطعت رحمي ويجيء السارق فيقول في هذا قطعت يدي ثم يدعونه فلا يأخذون منه شيئا ([4]).
ژباړه :
زمکه به د خپل ځيګر ټوټې د سرو او سپينو د لويو لويو ستنو په شکل کې د باندې را وغورځوي، قاتل به راشي او وبه وايي : افسوس : ما د دغه مال لپاره څومره انسانان قتل کړل، د صله رحمي قطع کونکی به راشي او وبه وايي : افسوس ! ما د دغه مال په خاطر خپل خپلوان پريښودل، غل به راشي او وبه وايي : افسوس ! ما د دغه مال لپاره غلا کوله او لاس مې پرې کړی شو، بيا به دوی ټول هر څه پريږدي او له مال څخه به هيڅ شی هم وانخلي.
امام نووي رحمه الله فرمايي:
په حديث کې د باندې را غورځولو په لفظ کې تشبيه ده، مطلب دا دی زمکه به په خپل ځان کې د ننه مدفونې خزانې د باندې را وغورځوي او الاسطوان د الاسطوانة جمع ده او په معنا دې عمود (ستنې) سره ده، د سرو او سپينو تشبيه يې له ستنو سره د دې لپاره ورکړه چې د هغوی کثرت او ډيروالی ښکاره شي.
۸۷ ۸۸ ۸۹ د مسخ، خسف او قذف ښکاره کيدل
(۱) مسخ : مطلب دا ده چې د يوه شي شکل او جسماني هيئت بدل شي او له هغه بل څه جوړ شي، لکه څرنګه چې الله تعالی د بني اسرائيلو يوې ډلې ته د سزا ورکولو په ډول له هغوی څخه بيزوګان او خنزيران جوړ کړل، الله تعالی جل جلاله فرمايي:
فَلَمَّا عَتَوۡا عَنۡ مَّا نُہُوۡا عَنۡہُ قُلۡنَا لَہُمۡ کُوۡنُوۡا قِرَدَۃً خٰسِئِیۡنَ ﴿۱۶۶﴾ ([5]).
ژباړه : نو کله چې سرکشي وکړه دوی له پريښودلو د هغه شي څخه چې منع شوي وو دوی له هغه شي څخه (چې ښکار د ماهي وو په خالي کې) نو وويل مونږ دوی ته چې شئ بيزوګان شړلي رټلي سپک کړی شوي.
بل ځای الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ جَعَلَ مِنۡہُمُ الۡقِرَدَۃَ وَ الۡخَنَازِیۡرَ ([6]).
ژباړه : او ګرځولي يې دي له ځينو د دوی څخه بيزوګان او له ځينو د دوی څخه خنزيران.
(۲) د خسف مطلب دا ده چې زمکه وچوي او پر هغې چې د پاسه څه وي هغه د لاندې ننوځي، د دې بيان په راتلونکو علامات کبری کې را روان دی.
(۳) د قذف معنا ده له آسمان څخه د کاڼو (ډبرو) باران وريدل، لکه څنګه چې د حضرت شعيب علیه السلام په قوم الله تعالی ورولی وو، کله يې چې هغوی ته سزا ورکوله نو له آسمان څخه يې پرې د کاڼو (ډبرو) باران وو وراوه، يا لکه څرنګه چې الله تعالی ابرهه او د هغه قوم ته سزا ورکړه، کله چې دوی د کعبې شريفې د ورانولو لپاره راغلل نو الله تعالی پرې د کودړو باران وو وراوه.
دا هغه سزا ګانې دي کومې به چې په آخره زمانه کې په ځينې خلکو مسلطې کيږي او دا د قيامت له نښانو څخه دي، حضرت عمران بن حصين رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
في هذه الأمة خسف ومسخ وقذف فقال رجل من المسلمين يا رسول الله ومتى ذاك ؟ قال إذا ظهرت القينات والمعارف وشربت الخمور ([7]).
ژباړه :
د دې امت ځينې خلک به په زمکه کې ننوځي، د ځينو به شکلونه مسخ (بدل) شي او په ځينو به د کاڼو (ډبرو) باران وشي، په مسلمانانو کې يوه سړي پوښتنه وکړه : اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ! دا به کله واقع کيږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وويل : کله چې د سندرو ويونکي او د موسيقي آلات ډير شي او خلک د شرابو په څښلو شروع وکړي.
(القيان) د (قينة) جمع ده او معنا يې ده سندرې ويونکې ښځې.
د (معازف) لفظ واحد معزف دی، معنا يې ده د موسيقي، ساز او سرود آلات.
کله چې خلک د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فريضه پريږدي نو نتيجه دا شي چې ګناهونه ډير شي او الهي عذابونه را نږدې شي.
حضرت عائشة رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يكون في آخر هذه الأمة خسف ومسخ وقذف قالت قلت يا رسول الله أنهلك وفينا الصالحون ؟ قال نعم إذا ظهر الخبث ([8]).
ژباړه : په آخره زمانه کې به په دغه امت کې د خسف، مسخ او قذف واقعات راشي، ما عرض وکړ : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! آيا مونږ به د نيکانو خلکو په موجوديت کې هم هلاک کړی شو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : هو ! کله چې فسق او فجور زيات شي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا خبر ورکړی چې دا خسف، مسخ او قذف به په هغو خلکو واقع شي کوم چې اهل بدعت او د سمې عقيدې مخالف دي، لکه زنديق خلک، يعنې اهل الحاد ونفاق، قدريه فرقه او وغيره، دا خلک د الله تعالی د هغه تقدير تکذيب کوي کوم چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو د افعالو لپاره مقرر کړی.
حضرت نافع فرمايي : يو ځل زه له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما سره ناست وم چې يو سړی راغی او وې ويل : د شام فلاني سړي د ستا په خدمت کې سلام عرض کاوه، حضرت عبد الله رضی الله عنه وويل : ما ته معلومه شوه چې دغه کس کوم بدعت ايجاد کړی، که چيرته حقيقت همداسې وي نو هغه زما لور ته هيڅکله هم سلام نه را ليږه، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آوريدلي چې فرمايل يې : زما په امت کې به خسف، مسخ او قذف واقع شي او دا عذابونه به په زنديقو او قدريه ؤ باندې واقع کيږي ([9]).
په نورو روايتونو کې داسې هم راغلي چې خسف به په هغه لښکر باندې واقع شي کوم به چې په آخره زمانه کې د کعبې شريفې د ورانولو لپاره راځي، مګر الله تعالی به هغه ټول خلک په زمکه کې د ننه کړي.
د حضرت قعقاع بن ابی حدرد اهليه بقيره بيان کوي : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په منبر باندې دا آوريدلي چې فرمايل يې : کله چې تاسو واوری چې يو لښکر نږدې په زمکه کې غرق شو نو په دې وخت کې پوه شئ چې قيامت ډير نږدې راتلونکی دی ([10]).
له نږدې څخه مطلب دا دی چې دا لښکر به له مدينې منورې سره په نږدې زمکه کې ننوځي، د دغه لښکر بيان په راتلونکی علامه نمبر ۱۲۲ کې راتلونکی دی.
په دغه سلسله کې آخيري خبره دا ده چې دغه سزاګانې به په نافرمانو خلکو باندې نازليږي او پر هغو باندې هم کوم چې ګناهونه ويني او چپ پاتې کيږي، يوه مسلمان کس ته له دغه امر څخه هوښيار اوسيدل پکار دي.
[1] – صحيح البخاري، الزکاة، حديث : ۱۴۱۲، وصحيح مسلم، الزکاة، حديث : (۶۱) – ۱۵۷، بعد الحديث.
[2] – صحيح البخاري، الزکاة، حديث : ۱۴۱۴، وصحيح مسلم، الزکاة، حديث : ۱۰۱۲.
[3] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۱۳.
[4] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۱۳.
[5] – الاعراف، آية : ۱۶۶.
[6] – المآئدة: آية : ۶۰.
[7] – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۱۲، وصحيح الجامع للالباني : ۱/ ۶۸۳، حديث : ۳۶۶۵.
[8] – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۱۸۵، وصحيح الجامع للالباني : ۲/ ۱۳۵۵، حديث : ۸۱۵۸.
[9] – مسند احمد :۲/ ۱۳۶، وصححه احمد شاکر.
[10] – مسند احمد : ۶/ ۳۷۸، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۳/ ۳۴۰، حديث : ۱۳۵۵.



