هرات: د ملي اردو په کاسټر موټر وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۸) الماس خدرخېل

نن سهار د هرات په ښار کې د ملي اردو په کاسټر موټر وسله وال بريد شوی، چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، پېښه سهار مهال د اتو بجو په شاوخوا کې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د حاجي عباس په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل، وسله والو موټرسايکل سپرو د ملي اردو د روغتيايي کارکوونکي په کاسټر موټر ډزې کړي، چې په پایله کې يې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا بريد کوونکي په تېښه بريالي شوي او په اړه پلټنې روانې دي.

بل خوا د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی.

طالبانو ويلي، په دغه بريد کې يې ۲ صاحب منصبان وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button