سبا د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۸) الماس خدرخېل
ټاکل شوې ده، چې سبا د جمعې په ورځ د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
په دې انتخاباتو کې حسن روحاني، ابراهيم رئيسي، مصطفی هاشمي طبا او مصطفی اقامیر سليم به د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ سيالۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي.
د ایران مذهبي مشر خامنه ای له خلکو غوښتي چې په سوله ييزه فضا کې دې خپله رايه ورکړي.
ګومان کېږي چې خامنهاي د ابراهیم رئیسي ملاتړ کوي خو تر اوسه هېڅ ایراني چارواکي د دې خبرې تائيد نه دی کړی.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، تر ۵۶ ميليونه ډير کسان کولی شي چې رايه ورکړي.
د ایران د اساسي قانون له مخې که یو کاندید هم ونه توانېد،چې پنځوس جمع یو رأیي خپلې کړي نو بله جمعه به دوهم ځلي انتخابات کېږي.



