راځئ سره یو شو !!

لېکنه : رحمت شاه فراز
الله د هغه قوم حالت نه بدلوي ، تر څو چې هغوی پخپله د بدلون لپاره هڅه ونکړي. ګرانو هېوادوالو! که څه هم زموږ ګران هېواد، افغانستان، پنځه زره کلن تاریخ لرونکی دی، خو بیا هم زموږ په هېواد کې د پام وړ پرمختګ او بدلون نه تر سترګو کېږي .
د دې لوی او عمده لامل نا امني، د ظلم تر آخري بریدونو رسېدل، پای ته نه رسېدونکي کېنه او نفاق، د حقونو تر پښو لاندې کېدل، د ظالم او مظلوم تر منځ د توپیر نشتون، د زورور بری او د کمزور مغلوب کېدل، پر ماشومانو د شفقت او ترحم نه لرل، د مشرانو او لویانو احترام له منځه تلل، بدنیتي اوداسې نور . دا ټول هغه لاملونه دي چې زموږ هېواد پرمختللي نړۍ ته د ځان رسولو پر ځای له هغې څخه په ډېر لري واټن شتون لري او ورځ په ورځ په شا تګ کوي . قدرمنو! خپل هېواد ته د خدمت کولو لپاره اړینه نه ده چې موږ دولتي چارواکي اوسو او یا هم نظامي جامې پرتن ولرو ، راځئ د نورو له ملامتولو ډډه وکړو، راځئ له خپلو ذهنونو، افکارو او ژبو دا خبره وغورځوو چې زموږ مشرانو څه کړي او دا چې زموږ مشران د کار ندي، راځئ ځان پدې پوه کړو چې د دې هېواد راتلونکې مشران موږ یو، راځئ د هغه اولس له پیغورونو ځان وژغورو چې سبا به يې مشران موږ یو، موږ هر یو مسؤلیت لرو.
د ټولنې هر وګړی باید خپلې ټولنې ته د خپلې وسي سره سم خدمت وکړي . نو که غواړئ چې دې هر څه ته د پای ټکی کېږدئ نو … هره کوڅه، هر کلي، هره ولسوالۍ ، هر ولایت ، هر ښار کې څلور یا پنځه تنه ( کم شمېر یې) یو ځای شئ، پخپل منځ کې یو مشر وټاکئ، او د (راځئ سره یو شو) په نامه یو ډله جوړه کړئ ، د غونډو او ناستو لپاره یو ځای وټاکئ ، هره ورځ دې ډلې ته دوه یا درۍ ساعته وخت ورکړئ او هدف مو دا وټاکئ چې موږ به د ظلم مخنېوی کوو، کېنه او نفاق به له منځه وړو، د مېنې او ورورګلوۍ فضا به رامنځته کوو، حقدار ته به خپل حق سپارو، له بې وزلو ، مسکینانو، مسافرو، غریبانو، فقیرانو، یتیمانو، او داسې نورو سره به هر ډول مرسته کوو.
هر څوک چې مرستي ته اړتیا لري د هغه له غوښتنې پرته به له هغه سره هر ډول کومک کوو، هغه څوک چې په ټولنې کې فساد رامنځته کوي هغه به پوهوو او نصیحت به ورته کوو، ماشومان به د لویانو احترام ته اړ کوو او پوهوو به يې ، مشران به دې ته هڅوو چې پر ماشومانو شفقت وکړي، د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي مخنېوی به کوو، او داسې نور . که څه هم په لومړیو وختونو کې به تاسې له ډېرو مشکلاتو او تکلیفونو سره مخ شئ، ډېر به وځورېږئ ، خلک به هم درپوري وخاندي، خو تاسې به ماته نه منئ ، تل به د بریا او بدلون هېله من اوسئ. که تاسې دا کار په پوره اخلاص ، د الله د رضا او د ټولنې د سوکالۍ لپاره تر سره کړ نو پوهېږئ چې پایله به يې څه وي: یوه ورځ به زموږ هېواد پدې دنیا جنت یادېږي.
یادونه : پورتنی لیکنه دلیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط ندی.

