کابل ټکی کام| غوایی ۲۹، ۱۳۹۶- يو تن افغان پوليس تېره شپه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې خپل پنځه ملګري په داسې حال کې وژلي چې په خوب ويده و. یاد پولیس له وسلو سره له سيمې تښتېدلى دى.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب د پېښې په تائید سربېره ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د مارکو بازار سيمې ته څېرمه په يوه پوسته کې رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي یاد پولیس هغه مهال خپل پنځه په خوب ویده ملګري په ډزو ووژل چې د ده د پیرې نوبت ؤ، چې وروسته له وسلو سره په تېښته بریالی شوی.
د عبدالوهاب په وینا تر اوسه معلومه نه چې یاد پولیس به له وسلوالو مخالفینو سره یوځای شوي وي، خو نوموړی زیاتوي چې داسې کړنو کې ضرور د وسلوالو مخالفینو لاس وي.
له سیمې څخه یو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې په یادې پېښې مجرم پولیس د اچین اوسېدونکی دی چې دغه کار یې له وسله والو مخالفینو سره په ارتباط سرته رسولی. نوموړی زیاتوي چې په اچین کې داعش وسله وال فعالیت لري نو کېدی شي یاد پولیس له داعش وسله والو سره یو ځای شوي وي.
د یادې پېښې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي، هېره دې نه وي چې دا په څو ورځو کې دویمه پېښه ده چې رامنځته کیږي، څلور شپې وړاندې هم یو تن پولیس خپل دوه تنه ملګري وژلي و او بیا خپله په ټپي حالت کې له طالب وسله والو سره یو ځای شوی ؤ.
د کارپوهانو په خبره وسله والو طالبانو د دولتي سرتېرو په لیکو کې پراخ نفوذ کړی دی او وخت ناوخت د خپلو نفوذي ملګرو په وسیله دولتي سرتېرو ته درانه تلفات اړوي. ”د دا رنګه پېښو له امله سرتېرو پر یو بل باور له لاسه ورکړی دی، په صفونو کې یې ډار پیدا شوی دی او د کمزورتیا ستر لامل یې ګرځېدلی دی.“


















