چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژي..٥٠ زره نور پوځ!!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 19, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
6
ځلې شریک شوی
75
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټېس ویلي  دي چې د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان سپارښتنې نهایي کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې د ناټو غړیو هېوادونو سره يوې غونډې او د هغوی  ونډې ته اړتیا لري، چې په کومه اندازه مرسته د افغانستان راتلونکې امن ساتلو لپاره کولاى شي؟

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

امريکا به په خپله نوې پاليسۍ سره د دفاع د وزير جېمز مټېس په وينا، نور زرګونه پوځیان افغانستان  ته وليږي، څو په افغانستان کې د حکومت د مخالفو وسله والو لخوا د نویو پرلپسې بريدونومخه ونيول شي.

په دې اړه غربي رسنيو بيلا بيل نظرونه راخیستي، خو د افغانستان په اړه د نهایي يا وروستۍ پريکړې پخلې چې څرنګه تګلاره به خپله کړل شي، پوره معلومات يواځې تر سپينې ماڼۍ پورې محدود شوي دي، چې وروستۍ پريکړه به یې ټرمپ کوي.

امريکا چې د افغانستان په اړه د نوې سترانيژۍ پريکړه ځنډولې، دوه لا ملونه لري؛ يو دا چې امريکا سره تر اوسه پورې د ناټوغړیو هېوادونو افغانستان لپاره د نورو پوځونو په ليږلو کومه پريکړه نه ده کړې، او شايد د ناټو غړیو هيوادونو سره امريکا د روانې مياشتې په ٢٥مه يوه غونډه ولري، چې د افغانستان په اړه به ورسره په ټولو مسايلو خبرې وکړي؛ خو دم ګړۍ يو شمېر رسنيو د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس په وينا ليکلي چې شايد افغانستان لپاره به نور پځوس زره عسکر  وليږل شي.

دا چې دمخه افغانستان ته د امريکا لخوا په درې يا پنځه زره عسکرو ليږلو بحث روان و، اوس څرنګه پنځوس زرو ته ورسيد؟؟ د دې سپيناوی تراوسه نه دی شوی چې امريکا به افغانستان ته پنځه او که پنځوس زره عسکر ليږي خو!!!

افغانستان ته د امريکا لخوا نور عسکر ليږل به يواځې د امريکا لپاره نه، بلکې افغانستان، ګاونډيو، د سيمې او آن اروپايي ټولنې لپاره ستونزمنه شي، چې په افغانستان کې د بل کړل شوې جګړې اور لا همغسې ژبغړانده دى، او اوس امريکا د جګړې د زياتوالي لپاره نور عسکر هم ليږي.

که د افغانستان لپاره د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې نور عسکر ليږل وي، بيا خو په دې سيمه کې د امن لپاره هيڅ ډول فکر نه شي کيداى؛ ځکه چې د نورو پوځونو په ليږلو سره جګړه نور زور اخلي او د مرګ ژوبلې شمير نور هم زياتيږي.

د امريکا حکومت که په دې خاطر د افغانستان لپاره د نوې ستراتيژۍ په اړه په بيړه پريکړه نه کوي چې په اوږد مهاله جګړه، اوږد مهاله غور وکړي؛ نو امريکا دې دا هم ومني چې د اوږده مهال لپاره به د افغانستان د جګړې اوږد مهاله تاوانونه هم وګالي او د روسانو په څير به بيا په خپلو تېروتنو اعترافونه کوي.

دمخه پنټاګون افغانستان لپاره د درې زره نه تر پنځه زرو عسکرو پورې د ليږلو خبر ورکړې و، اوس نه پوهيږو چې د امريکايي چارواکو له ويناؤ رسنيو سمه اخیستنه نه ده کړې او که پنټاګون خپله کړنه کې بدلون راوست، او يا د افغانستان لپاره د نوې ستراتيژۍ برخه د نورو پنځوسو زروځونو زياتوالى دى.

افغان ولس د يو لک پنځوس زرو يرغلګرو پوځونو جګړو ځپلی دی او هم یې د همدې شمير پوځونو وحشتونه ليدلي دي؛ که يوځل بيا امريکا د ناټو په ملګرتيا افغانستان ته پنځوس زره پوځونه راوليږي، افغان ولس به د تېر په څېر ورسره مقاومت کوي او د خپلې پاکې خاوې، دين، عقيدي او افغاني کلتور په خوندي ساتلو کې به د خپلو سرونو په قربانۍ د وحشي پوځونو په مقابل کې ولاړ وي.

امريکا که افغانستان ته د نور پنځوس زره پوځ د لېږد پريکړه وکړي او يا یې کړې ده، دا بهانه کوي چې په دې وروستيو کې پر حکومت د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي دي، نو د پوځونو په زياتوالي د طالب وسله والو په بريدونو کې کوم کمښت امکان نه لري؛ ځکه د يو لک پنځوس زرو بهرنيو پوځونو په موجوديت کې طالب وسله والو همدا ډول بريدونه کول او اوس یې هم کوي، که  نور پوځونو امريکا افغانستان ته راوليږي، د طالب وسله والو د مشرانو له ويناو داسې بريـښې چې خپلو بريدونو ته به د تېر په څېر دوام ورکوي.

امريکا څو څو واره دمخه اعتراف  وکړ چې په افغانستان کې مو جګړه بايللې ده، که امريکا هر څو نور پوځونه راوليږي د افغانانو حوصلې به کمزورې نه کړاې شي؛ خو حقيقت دا دی لکه  څرنګه چې د امريکا اوسني حکومت د ايران پر خلاف د بيا بنديزونه يادونه وکړه، افغانستان ته د نورو پوځونو په رالېږلو نه غواړي په منځنۍ اسيا کې امن راشي.

مخکینې مطلب

ننګرهار: یوه پولیس خپل ۵ ملګري وژلي

بل مطلب

چینایي الوتکو د امریکا د یوې کشفي الوتکې مخه نیولې

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com