کابل ټکی کام ۱۹عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
یرغمل شوي ۸کسان او مختلف راپورونه
په غزني ولایت کې تېر جون ۳۱تنه هزاره د داعش ډلې له لورې تښتول شوي وو، چې ۱۹تنه یې د داعش او دولت تر منځ په یوه تبادله کې راخوشي او ۷تنه نور یې د داعش ډلې له خوا اعدام کړی شول، او ۸ تنه نور یې د داعش سره بندي پاتې شول.
پاتې شوي ۸تنه چې دوه ورځې وړاندې ازاد کړل شول، په اړه یې مختلف راپورونه ورکړل شوي دي:
ځايي چارواکي وايي چې یاد ۸تنه کسان په زابل کې د داعش ډلې سره اسیران وو، چې څو ورځې وړاندې د بخت محمد، داعش ډلې او د طالبانو تر منځ په جګړه کې د داعشیانو مرکزونه د طالبانو په ولکه کې راغلل چې یاد ۸تنه يې هم را خوشي کړل، او د غزني ځايي چارواکو ته یې وسپارل.
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت اداره دعوه کوي چې یاد ۸تنه د دوی د ځواکونو له لورې ازاد کړی شوي دي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست په خپره کړی شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په راخوشي شویو کسانو کې ۵تنه سړي، ۳ مېرمني او یو ځوان هلک شامل دی.
په اعلامیه کې د یادو کسانو د راخوشي کېدو دقیق ځای ندی ښودل شوی، خو ویلي یې دي چې ذوی به ژر تر ژره خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د ځايي خلکو له قوله چې طالبانو د اوو تنو هغو هزارګانو چې د ازبکي داعشیانو له لورې وژل شوي وو، ۸تنه قاتلان په دار وځړول.
د ځايي خلکو له قوله چې دا کسان «مېرمنې، سپین ږیرې او ماشومان» په یوه خونه کې د داعش ډلې له لورې وژل شوي وو، چې دوی ته یې جسدونه لاسته ورغلي دي، د طالبانو له قوله چې د همدې جنایت په وړاندې د داعش ډلې ۸تنه جنګیالي په یاد جرم کې د ښکلېلتیا له کبله اعدام کړي دي.