(کابل ټکی کام :چارشنبه،لړم ۲۰ ،۹۴ ۱۳ل)
طالبانو ته نږدې سرچينو خبر ورکړی، چې تېره ورځ پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند د عیسی خیلو د کلي ۱ تن اختطاف شوی ماشوم چې جاوید د سیداحمد زوی دی د سړي تښتونکو له منګولو نه را خلاص کړی او اختطاف چيان يي هم نيولي دي.
دغه مشام چې یوه میاشت وړاندي د سړي تښتونکو لخوا د ګردیز له ښار څخه اختطاف شوی و،
د طالبانو د تېرې ورځې خاصو عملیاتو په نیجه کې سړي تښتونکي ونيول شول او ماشوم يي ژغورلی او کورنۍ ته يي سپارلی دی .

د یادونې وړ ده چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ځل وړاندي هم څو تنه اختطاف چیان ونيول او په داريي وزړول .
طالبانو تېره ورځ د سیمي خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوی به دغه ظالم سړي تښتونکید اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل عمل په جزا ورسوي .
بدرالدین ځواک
















