لیکوال : امین وردګ
نن مې په ريښتیا د زړه سر داسې درد کوي ؛ لکه په ستن چې وهل کيږي !
نن چې د سعودي پاچا (شهزاده سلمان ابن عبدالعزيز) د امریکې ولسمشر (ډونلډټرمپ) ته د رسول الله (صل الله عليه و آله وسلم) په پاکه او مقدسه خاوره کې دوې پاکې او معصومې نجونې (د ګلانو له ګېډیو سره لوڅ سرونه) درولې وې او بیا يې دنده ورته سپارلې وه ؛ چې تاسو به مو هغه بوډا بابا ته د ګلونو دا ګېډۍ په داسې حال کې ورکوئ ؛ چې مسکينې (یانې خندېدونکې) به وئ او سلام به هم ور اچوئ ؛ کله چې ټرمپ ورځي نو همغسې کيږي ؛ څنګه يې چې د حرمینو شریفینو اشغالګر غواړي.
ما چې کله دا صحنه ليدلې ده ؛ باور وکړئ چې له ټولې نړۍ مې زړه تور شو!
هیله کوم ګمراه او بې علمه مې مه بولئ ؛ مګر دردمن مې وګڼئ ؛ چې نن مې په ډکو سرتګو نږدې رب ته داسې سوال کړی ؤ چې اې الله ! ته خو زموږ خبرې آورې او درودونه مو هم له همدغې ځای نه (په عربو کې) خپل نازولي ته رسولای شې ! نو چې څو هلته داسې امیران حاکم وي ؛ موږ هلته مه ور وله او اې الله ! ته موږ ته په دغه حال کې د حج توان مه راکوه !
بیا به مې لاحول و لا قوة الا باالله وویل .
یو ځل بیا درته وايم چې مه مې محکومئ ملګرو ؛ بلکې د زړه خاموشې کوکې مې درک کړئ ، د زړه دردونه مې احساس کړئ !
ګورئ ملګرو ! دا هغه پاکه خاوره ده : چې هم د خواږه نبي مبارک وينې پرې تويې شوې او هم يې مبارک جسد هلته اېښی ؛ خو دا دی اوس داسې غدارانو ته په میراث کې پاتې شوه .
اې الله ! ستا حوصلې ته موږ تعجب يو !
په سعودي عربستان کې چې نن څومره عرب ژوند کوي ؛ د ټولو د پاره تر دغه ذليل ژوند نه مرګ ښه دی ؛ داسې پليتو انسانانو ته په خپله خاوره کې د قدم اېښودلو حق هم چې څوک ورکوي زه قسم که لمونځ پسې وکړم ؛ ټول ځکه یادو چې خپل غږ نه پورته کوي څه بلا وهلي دي ؟
الله ته زارۍ کوم چې اې ربه ! په همدغه پاک وطن (افغانستان) کې نور د شهادت مرګ را باندې ولوروه ؛ زما نور له دغه ژوند سره و نه لګېده.

















