امریکا له سعودي عربستان سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو پو ځي تړونونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام| غوایی۳۱، ۱۳۹۶- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تړونونه لاسلیک کړل، د دې پوځي تړونونو په لاسلیک کولو سره به د سعودي عربستان پوځي او دفاعي وړتیاوي لوړي شي.

ډونالډ ټرمپ یاد تړونونه د سعودي عربستان له باچا سلمان بن عبدالعزیز سره لاسلیک کړل.

ویل کیږي چې د دې تړونونو له مخې به امریکا سعودي عربستان ته ټانګونه، جنګي بیړۍ، چورلکې، د میزایل دفاعي سیسټمونه، رادار او د سایبر ټیکنالوجي ورکړي.

سپینه مانۍ وایي چې دې تړونونو سره د د سعودي عربستان او او خلیج امنیت ښه شي او همداغه راز به له تروریزم سره په مبارزه کې هم خپله ونډه زیاتوي.

د یادوني وړ ده چې امریکا په پوځي برخه کې د سعودي عربستان مهم مرسته کوونکی هېواد دی.

ډونالډ ټرمپ پرون ورځ سعودي عربستان ته ورسیدی، د نوموړي لپاره بې ساري امنیتي ترتیبات نیول شوي. د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز هم د ټرمپ تود هرکلی وکړ او هغه یې په یوه لوړ مډال ونازوی.

ټرمپ به د اسلامي هېوادونو کنفرانس ته هم وینا وکړي، ویل کیږي چې په دې کنفرانس کې به د څه باندې ۴۰ مسلمانو هېوادونو مشران ګډون کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button