په کراچۍ کې برید دوه پولیس وژلي او یو بل یې ټپی دی

(کابل ټکی کام ۳۱ غوايي ۱۳۹۶) حمزه حسیني

نامعلومو وسله‎والو تېره شپه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د پولیسو پر یوه موټر برید وکړ، په دغه بریدکې  لږ تر لږه ۲ پولیس‌ وژل شوي او ۱ پولیس ټپي دی.

په کراچۍ کې د پولیسو یوه مشر مشتاق مهر ویلي: نامعلومو وسله‎والو د کراچۍ ښار د دهوراجي په بهادر سیمه کې د پولیسو پر یوه موټر برید وکړ؛ برید په داسې مهال تر سره شو چې پولیس په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو.

ښاغلي مهر د پېښې په اړه رسنیو ته وویل:

“په لومړنیو تحقیقاتو کې دا معلومه شوې چې دغه برید څلورو کسانو کړی چې په دوو موټر سایکلونو سواره وو او له برید ورسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. ”

پولیس چارواکو دغه برید په کراچۍ کې د وسله‎والو له‎خوا د روانو هدفي وژنو لړۍ بللې او وايي چې د پېښې تحقیقات ‌یې پیل او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.

د سند صوبې اعلی وزیر مراد علي‌شاه او والي په کراچۍ کې پر پولیسو برید غندلی او اړوندو ادارو ته‌یې د بېړنیو تحقیقاتو امر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د یادې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button