د ریاض کنفرانس به په څلورو موضوعاتو متمرکزه وي

(کابل ټکی کام ۳۱ غوايي ۱۳۹۶) حمزه حسیني
سعودي عربستان نن د نړۍ تر ټولو د غټ کنفرانس کوربتوب پر غاړه لري، په دغه نړیوال کنفرانس کې به د لسګونه هیوادونو لوړرتبه مشران له داعش او په افغانستان او پاکستان کې له ترهګرو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.
په دغه کنفرانس کې به له ټولې نړۍ نه د لوړپوړو کارپوهانو لخوا پر څلورو اساسي او مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
“۱” د تروريزم په راتلونکي “۲” انلاين افراط پالنه “۳” له جرائمو او فساد سره پر اړیکه او “۴” په منځني ختیځ کې له ترهګرو او افراط پالنې سره د مبارزې پر څرنګوالي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر هم ګډون کړی، د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال او ویاند دوا خان مینه پال وایي چې ولسمشر به له هغو ادرسونو څخه پرده پورته کړي چې په افغانستان کې د دولت ضد ډلې تمويل او تجهیزوي.
دی وایي”دې کې هیڅ شک نشته چې هغو ادرسونو ته به اشاره کېږي چېرته چې ترهګر شته، پټنځایونه لري او ترهګر تمویل او روزل کېږي، په مجموع کې دا د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی.”
د امریکا ولسمشر هم په دغه کنفراس کې په یو لړ اهمو موضوعاتو بحث کوي، د امریکایي مقاماتو په وینا ټرمپ به په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په همدغې برخه کې د تروتریزم او له هغوی سره د مبارزې پر باب خبرې وکړي.
د ولسمشر ټرمپ د ادارې یو عالي رتبه مقام د نوم نه ښودلو په شرط خبري منابعو ته ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې به سخت دريځي د یوه جدي او لوی بحث په توګه مطرح شي.
د سیاسي چارو کارپوهان دغه کنفرانس د افغانستان حالاتو ته په کتو سره ګټور ارزيابي کوي او دا د دې هیواد لپاره یو مهم کنفرانس ګڼي.
“دا یو مهم موقعیت، مهمه غونډه په مهمو شرایطو کې ده. امریکا د منځني ختیځ د بحرانونو د نوي مدیریت په هڅه کې ده. یوه مسئله د سعودي په مشرۍ د ائتلاف ده او بله دا ده چې دې سیمه کې د امریکا حضور او ګټو د راتلونکې ده.فکر کوم دا یو مهم بحث دی او افغانستان په دې سترو سیالیو کې ښکېل دی.”
سعودي عربستان په داسې وخت کې د داسې یو ستر کنفرانس کوربتوب پر غاړه لري چې د ناټو غړي هیوادونه افغانستان ته د نورو اضافي سرتیرو د لېګلو په هکله غور کوي، اشرف غني هم په یو ويډيويي پیغام کې ویلي چې سخت دریځې ډلې په افغانستان او سیمه کې د ۲۰۰۱ میلادي په پرتله څو چنده پیاوړې شوي دي.
د امریکا لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورډ هم په روانه اوونۍ کې په بروکسل کې وویل، که ناټو افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو د استولو پلان لري نو دې ته په پام سره چې افغانستان د جګړې موسم ته داخلېږي، په دې اړه باید ژر پرېکړه وکړي.
په افغانستان کې د طالب وسلوالو وروستیو بریدونو د افغان دولت او د نړیوالو کفري ملکونو خوبونه تښتولي، او په اړه یې بېړني کنفراسونه د دې ډلې په ځپلو را څرخي.



