داعش سوریه کې شل کسان اعدام کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۳۱) حمزه حسیني
د راپورونو له مخې داعش وسله والو په سوریه کې د ماشومانو په شمول شل عام کسان بې له کوم دلیله په دار خېژولي، په دغو دارکړل شویو کې دوه ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.
یاده پېښه د جمعې په ورځ مازدیګر مهال د سوریې په شرقي څنډه دیرالروز ښار کې رامنځ ته شوې ده، د بشر د حقوقو څار ډله خبر ورکوي چې داعش وسله والو دغه کسان وروسته تر اعدامولو په اور هم سوځولي.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق دولتي چارواکو خبر ورکړی چې ګواکې دوی توانیدلي چې د داعش ډله تر ډېره په موصل ښار کې تر خپلې محاصرې لاندې راولي.



