شمالي کوريا يو ځل بيا بالستيک توغندی ازمويلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۱) الماس خدرخېل
شمالي کوريا نن يکشنبه يو ځل بيا د لرې واټن ويشتونکی بالستيک توغندی ازمايلی دی.
د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستيز د شمالي کوريا د نوي توغندي ازموينه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې دغه توغندی د کوريا د پيونګان ولايت له پکجنګ څخه وار شوی او ۵۰۰ کيلو متره لار يې وهلې ده.
د جاپان د دفاع وزارت ويلي، چې دغه توغندی د جاپان له اقتصادي زون څخه بهر د جاپان په سمندرګي کې لويدلی دی.
د دغه توغندي له ازموينې وروسته د شمالي کوريا جمهوررئيس د امنيت شورا بيړنۍ ناسته وربللې او د دغه هېواد له لوري د نورو توغنديو د ازموينو د مخنيوي په اړه به پکې خبرې وشي.
په سيمه کې د امريکا او شمالي کوريا تر منځ د وروستي کړکيج له رامنځته کيدو وروسته دغه هېواد د توغنديو ازموينې ته ادامه ورکړې او د ۲۰۱۷م کال له پيل راهيسي يې تر دې دمه لس واره د کامیابو توغنديو ازموينه کړې ده.
شمالي کوريا غواړي، د ايټمي سروکو د انتقال وړ ليرې واټن قاره ويشتونکی توغندی جوړ کړي، چې تر اوسه نه دي بريالي شوي.
شمالي کوريا يوه اوونۍ دمخه يو توغندی و ازمويه چې دغه هېواد د ډيرو هېوادونو له غبرګون او نيوکو سره مخ شو.



