په داسې حال کې چې د افغانستان د دولتي ځواکونو توانايي ورځ له بلې کمزورې کېږي او طالبان د پرمختګ په حال کې دي، په بروکسل کې د ناټو يوه قوماندان ويلي دي، هيڅوک له دې حالته خوښ نه دي، ناټو نه شي کولای د تل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، همدا اوس موږ له هغه ډېره مرسته کوو، کومه چې موږ غواړو.
دغه راز په ناټو کې د المان دويم لوړپوړي جنرال هانس لوټر ډومروس ويلي دي، چې وضعه خورا د اندېښنې وړ ده، دغه وضعيت څنګه چې موږ يې تمه درلوده، باثباته نه دی.
نوموړي زياته کړه، پر ډېرو سيمو او فساد دولت کمزورې ولکه، د امنيتي تدابيرو د پياوړي کولو کار خرابوي، که موږ په دې هېواد کې خپل حضور ته دوام ورنه کړو، دوی به له ستر خطر سره مخ شي او شايد له موږ وشلېږي.
ټاکل شوې ده، چې د ناټو د غړو هېوادو وزيران د روان کال د ډسمبر پر لومړيو کې غونډه ولري، څو په افغانستان کې د خپل ماموريت (غوڅ ملاتړ) د راتلونکې په اړه پلان ونيسي.
هېره دې نه وي، چې وروسته له هغه چې واشنګټن په افغانستان کې له ۲۰۱۶ز وروسته هم د خپلو پوځيانو د پاتې کولو څرګندونه وکړه، د ناټو ډېری غړو هېوادونو له دې کاره ستړيا وښوده.
په همدې وخت کې د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند ويلي دي، چې افغانستان د ناټو له روان ماموريته ډېر خوښ دی، خو موږ اميد لرو چې ناټو مو تر هغه مرسته وکړي، تر څو چې په افغانستان کې تهديدونه نه وي ختم شوي.
















