ټرمپ د مسلمانو هېوادونو مشرانو ته خپله وینا وکړه

کابل ټکی کام| غوایی۳۱، ۱۳۹۶- نن یکشنبه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي نړۍ د هېوادونو مشرانو ته خپله وینا وکړه.
ټرمپ د سعودي د باچا له کوربتوب څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ملک سلمان بن عبد العزیز عرب او مسلمان هېوادونه سره متحد کړل.
ټرمپ چې د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت کې په دې فکر و چې اسلام له موږ نه نفرت کوي او امریکا ته یې د مسلمانانو په ورتګ د بندیز فیصله کړې وه، په نننۍ وینا کې یو مخ بدل و. ټرمپ د ترهګرۍ ضد جګړه د د دینونو تر منځ جګړه نه بلکه د خیر او شر تر منځ جګړه وبلله.

ټرمپ له عربي او اسلامي هېوادونو نه وغوښتل چې د دوی تر څنګ ودریږي او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دې خپله ونډه زیاته کړي. امریکا چې د همدوی تر مشري لاندې په اسلامي هېوادونو کې جګړو ته لمن وهل کیږي او جګړه پر مخ بیایي، خو په نننۍ وینا کې ډونالډ ټرمپ وویل چې امریکا جګړه نه بلکه امن غواړي.
ټرمپ وویل چې په نړۍ کې د امن او ارام لپاره ضروري ده چې ترهګري ختمه شي او زموږ د ټولو د یو ځای کېدو موخه دا ده چې موږ د بې ګناه مسلمانانو د قاتلانو پر ضد یو.
ټرمپ همدا راز وویل چې د ترهګرۍ ۹۵ سلنه قربانیان مسلمانان دي او زموږ موخه دا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو ګډ اتحاد رامنځته کړو.
ټرمپ وویل موږ دلته د لکچر ورکولو او ژوند د تېرولو د لارو ښودلو ته نه یو راغلي موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې یو ګډ اتحاد وکړو چې زموږ ټولو لپاره یو ښه راتلونکې راولي.
ټرمپ د القاعده او حماس غورځنګونه هم د ترهګرو ډلو په نوم ونازول او د دې تر څنګ یې د ایران ملاتړې شیعه ډله حزب الله هم ترهګره ډله وبللله. حماس ډلې په خپل غبرګون کې ټرمپ د اسرائیلو په حق کې د یو طرفه قضاوت په کولو تورن کړ.
ټرمپ همدا راز په افغانستان کې د دولتي ځواکونو جګړه وستایله چې هره ورځ له طالبانو سره په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ډونالډ ټرمپ وویل چې ترهگرۍ پر ضد جګړې ته به د مسلمانو هېوادونو په ملاتړ دوام ورکوي.
له ډونالډ ټرمپ وروسته د اردن ولسمشر، عبدالله ثاني او له هغه وروسته د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي له ټرمپ نه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به مرسته ورسره وکړي.



