ننګرهار کې چارواکي داعشیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۳۱)
امنیتي مسؤلین وايي، ننګرهار کې د داعش وسله والو پر ضد عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند، حضرت حسین مشرقیوال نن رسنیو ته ویلي چې د چپرهار ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه، د سېلاب ۴ په نوم هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې دغه عملیات نن د یادې ولسوالۍ په لتګپور او کنډي باغ سیمو کې تر سره شوي چې په پایله کې يې ۷ تنه داعشي وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. مشرقیوال وايي، په عملیاتو کې ګډو ځواکونو ته هیڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.
د مشرقیوال په وینا په دغو عملیاتو کې د داعشیانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي.
حضرت حسین مشرقیوال وايي، د سیلاب ۴ عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته هیڅ کوم ځاني او او نظامي وګړو ته هیڅ کوم ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.
تېره اونۍ امریکايي ځواکونو ادعا وکړه چې د روان کال په تیرو دوو میاشتو کې ۷۵۰ تنه داعشي وسله وال وژل شوي، خو داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا بیا د عامو افغانانو زړونو ته دا نه غورځيږي چې ګډ ځواکونه رښتیا هم له داعشي وسله سره جنګیږي او د هغوی پټنځایونه له منځه وړي؛ ځکه چې د هېواد په ختیځ او شمال کې کله نا کله داسې راپورونه خپریږي چې امریکایان یا بهرني ځواکونه دوی اکمالوي او د طالبانو په وړاندې یې د یو ګواښ په توګه کاروي.
خالد وفا



