د پاکستان یوې الوتکه کې هیرویین موندل شوي

(کابل ټکی کام ۱ غبرګولی ۱۳۹۶) محمد حارث
د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (پي آی اې) په یوه الوتکه کي ۲۰ کيلو ګرامه هيرويين موندل شوي دي
د ډان نیوز د راپور سره سم د (پي آی اې) ۷۸۵ ډوله الوتکي په یوه بجه لندن ته پرواز درلود، له پرواز کولو څخه لږ مخکې یاده الوتکه کې د هيرویینو د موجودیت معلومات ورکړل شو.
د مخدره توکو سره د مبارزې ادارې په یاده الوتکه کې پلټنه پیل کړه چې په پایله کې یې د الوتکې په «کيټرنګ» کې ۲۰ کيلو ګرامه هيرويين وموندل.
د همدغه هوايي شرکت ویاند هم د یادې پیښې پخلي کړی او غوښتنه يې کړې چي ښکېلو کسانو ته باید سخته سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چي تېره اونۍ هم د «هېټرو» هوايي ډګر کي له دې الوتکي څخه هيرویین را ويستل شوي و.



