ژونده! نور دې خوند نشــته

صفي الله “رائد”
ښکاري ډېر بې خونده شوې، ژونده ډېر بې قدره شوې، اوس دې هاغه کیف نشته، ژونده! نور دې خوند نشــته.
وخت و خوښېدې مې ته، ژونده راته ګران وې ډېر، ژونده ته هم ښه وې ډېر، تاکې هم خوندونه و، خو!
اوس دې هغه شوق نشته، اوس هغه یاري نه کړي، ژونده ډېر بې خونده شوې، ژونده نور دې خوند نشـــته.
ډېر یواځې شوی یم، ژونده خفه شوی یم، څه وکړم بس څه وکړم، نور نو تنها شوی یم، تاغوندې اې ژونده نور، زم بې خونده شوی یم، ژونده چې بې خونده شوې! زم بې خونده شوی یم.
ټول ملګري لاړ رانه، ښه یاران مې لاړ رانه، څوک تورو پنجرو ته لاړ، څوک نور هدیرو ته لاړ، ژونده درنه نه یم خوښ، ژونده یم خفه درنه.
شهادته! تانه هم خفه، تاهم تنها کړی یم، خیر دی راته راشه نور، ولې دې هېر کړی یم ـ ولې دې هېر کړی یم.
یم “رائد” خفه درنه،
ژونده هاغه ژوند نه یې، ژونده څه بې خونده شوې، ژونده څه ناشوقه شوې، ژونده اوس تریخ شوی یې.
ژونده مخه ښه راکړه، ژونده خدای په امان دې شه،
ژونده! نور دې خوند نشته.
ژونده! نور دې خوند نشته.



