ټريبون: ټرمپ دې له طالبانو سره د سولې پاليسي غوره کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱) الماس خدرخېل
امريکايي رسنيو ويلي، چې په افغانستان کې له طالبانو سره يواځې د سولې پاليسي غوره ده، ځکه چې په حکومت کې شته فساد خلک دې ته مجبور کړي چې طالبانو ته مخه کړي.
د امريکا شيکاګو ټريبون رسنۍ ويلي، چې ولسمشر ټرمپ دې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې پاليسي غوره کړي.
دې رسنۍ ويلي دي، چې افغانستان کې سوله راتلل يواځې طالبانو سره په مذاکراتو پورې تړلې ده، ځکه خلکو د دې ډلې سيوری دولت کې د پراخ اداري فساد له کبله منلی دی.
د شيکاګو ټريبيون ياده امريکايي رسنۍ وايي، چې طالبان د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره په واک کې لري او د حاکميت ساحه يې ورځ تر بلې د پراخيدو په حال کې ده او زياتوي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ډیری اختلافات، لانجې، جنايي جرمونه دوی په خپله حلوي او په حکومتي ادارو د خلکو بې باوري ورځ تر بلې زياتېږي.
ياده رسنۍ وايي، دا چې د ولسمشر ټرمپ واک ته د رسېدو څلور مياشتې تېريږي خو لا يې هم په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د پام وړ فعاليت نه دی کړی.
شيکاګو ټريبون په دغه ليکنه کې ويلي، طالبان له هغو کلونو راووتل چې افغانستان کې ۱۰۰ زره امريکايي عسکر مېشت و، اوس خو له داسې يوه دښمن سره مخ دي چې کمزوری دی او سمه روزنه يې نه ده شوې، دغه راز يو دا ډول حکومت يې تر شا ولاړ دی چې بې کاره او ناتوان دی، ځکه نو دا شرايط د طالبانو په ګټه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې افغانستان کې ميشت امريکايي جنرالانو له ټرمپ او د امريکا د سنامجلس غوښتي چې په دغه هېواد کې امريکايي پوځيان اضافه کړي.
خو يو شمير امريکايي او افغان پوځي کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د پوځيانو په زياتولو سره د دغه هېواد شخړه نه شي ختميدلی بلکې لا به دلته جګړه اوږده کړي.



