مارجه کې کلابند پولیس د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غبرګولی ۱) محمدحارث

له هلمند ولایت څخه راپورنه وایي چې په دغه نا امنه ولایت کې ځایي پولیس د امنیتي ستونزو له وجې له خوراکي توکو سره لاس او ګرېوان دي، د همدې ولایت امنيه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز نن په لښکرګاه کې قومي مشرانو ته په یوه خبري ناسته کې د پولیسو د اړینو امکاناتو د نه درلودلو خبر ورکړ.

نوموړي وویل: چې د مارجې ولسوالۍ پولیس له دریو ورځو را هيسې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، ده وویل د ملي اردو الوتکې د امنیتي ستونزو له کبله نشي کولی چې د ځایي پولیسو اکمال وکړي او خوراکي توکي ور ورسوي.

د مارجې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه دا یونیم کال کیږي چې د طالب وسله والو له لوري کلابند دي او اکمال یې ټول د هوا له لوري کیږي.

امنيه قومندان کينتوز وایي:  زمونږ په چارو کې د ملي شورا یو شمېر غړي او زورواکان لاسوهنه کوي چې دا لاسوهنې ددې لامل شوي چې زمونږ چارې له ستر خنډ سره مخ کړي.

هلمند یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې طالب وسله وال پکې په پراخه پیمانه خپل فعالیتونه کوي، د دغه ولایت شپږ ولسوالۍ اوس هم د طالب وسله والو په لاس کې دي چې د پاتو یې صرف مرکزونه له دولتي ځواکونو سره وجود لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button