ﺩ ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﺍﻭ ﺳﻬﺎﺭ ﺟﻤﺎﻋﺖ ﺩ ټولې شپې عبادت دی

لیکواله : ناهیده خپلواک

ﻣﺆﻣﻦ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﮐﻭﺷﺶ ﮐﻭي چې ۲۴ ساعته شپه او ورځ د الله عز وجل په عبادت کې تیره سي.

  او کله چې د یو مسلمان متقي عالم څخه وپوښتل سوه چې تاسی په ۲۴ ساعتونو کې څو ساعته عبادت کوئ ؟

هغه وویل : ۲۴ ساعته.

 هغه شخص بیا وپوښتل : نو هیڅ خوب نکوئ ؟

عالم : نخیر خوب هم د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر طریقه کوم او دا هم عبادت دی.

د الله عز وجل رحمت ډیر زیات دی او مؤمن انسان ته زیات سهولتونه سته ، چې کولای سي شپه او ورځ په عبادت کې تیره کړي. د هغې جملې څخه یو دا دی، چې دسهار او ماخوستن لمونځونه په خپل وخت او جماعت سره وکړي  او د ټولې شپې عبادت د فضیلت مستحق سي.

حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه وایی، چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کله چې څوک دماخوستن جماعت ته حاضر سي دنیمې شپې عبادت اجر ورکول کیږي او که د سهار او ماخوستن لمونځونه په جماعت کې وکړي داسې ده لکه ټوله شپه یی عبادت کړی وي.

حدیث نمبر  ۲۰۵، کتاب الصلاة ، سنن الترمذی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button