په برتانیه کې بمي چاودنې ۱۹ تنه وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غبرګولی ۲) محمدحارث
د برتانیې په مانچسټر ښار کې د موسیقۍ په یو کنسرټ کې چې په یوه ستر هال کې جوړ شوی ؤ بمي چاودنه شوې، دغه چاودنه د سه شنبې په شپه د ځایي وخت په لسنیمو بجو وشوه، په دغه چاودنه لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او له پنځوسو زیات ټپیان دي. دمګړۍ پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او وایي چې د دغې چاودنې د ترهګرۍ د پېښې په توګه تحقیقات کوي.
رويټرز خبرې اژانس ته یوې عیني شاهدې ویلي: “مونږ هغه وخت د کنسرټ نه د باندې وتلو چې یوه سخته چاودنه وشوه او خلک وارخطا او په چغو یې پیل وکړ.”
دغه کنسرټ د مانچسټر ایرینا په تالار کې جوړه شوې وه، دغه تالار د اروپا تر ټول غټ تالار دی چې تقریباً ۲۱۰۰۰ کسان پکې ځاېدلی شي.
هېره دې نه وي چې پرون د دوشنبې په ورځ په دغه ستر هال کې د امریکایي هنرمندې”اریانه گرانډ” کنسرټ وو. خو عیني شاهدانو ویلي دي چې “اریانه گرانډ” په دغه چاودنه کې روغه رمټه ده او کوم زیان نه دی ورته رسېدلی.
د دغې پېښې زیاتره زیان ځوانانو ته اوښتی چې د سیل لپاره یاد تالار ته ورغلي وو خو لږه اندازه کوچنیانو او ښځو ته هم زیان اوښتی.
د مانچسټر د ویکټوریا د اورګاډي سټیشن هم تړل شوی دی ، او ځینيخبریالان واييچې هلته یو بل ځای پر ځای شوی بم هم موندل شوی چې پو لیس یې په خونسا کولو بوخت دي



