چارواکي: ننګرهار کې ۳۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۴) منصور
د ننګرهار چاراکي وايي چې په دغه ولايت کې د عملياتو پر مهال ۳۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته وويل، چې ياده مرګ ژوبله نن د چپرهار ولسوالۍ په اړونده ساحه کې داعش وسله والو ته د عملياتو پر مهال اوښتې ده.
د هغه په وينا په عملياتو کې د يادې ډلې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
که څه هم د ننګرهار چارواکي داعش وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو ډیری شنونکي او چارواکي ورته د شک په نظر ګوري.
تېره ورځ داسې راپورونه ورکول شول، چې په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ هم نښتې شوي دي.
ځايي اوسېدونکو ويلي، لومړی طالبانو له داعش وسله والو څو کلي ونيول چې بيا وروسته د ملي اردو او ځانګړو ځواکونو پلي او هوايي قوه سیمې ته راورسېده او په طالبانو یې ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل.
څو ورځې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر هم ويلي و، چې کله طالبان او نور د داعش ضد وسله وال د دوی پر وړاندې جګړه کوي، دوی د امريکايي او دولتي ځواکونو د هوايي بريدونو هدف ګرځي.
په عين حال کې سيمه ييز طالبان هم وايي، کله چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي نو دوی د امريکايي الوتکو هدف ګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې امريکايي سرتيرو په سرپل ولايت کې پر داعش وسله والو وسله پلورلې ده.



