څېړنه: یوه میاشت کې امریکا په عراق کې ۱۰۵ ملکیان وژلي

(کابل ټکی کام ۵ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
امریکایي پوځي تحقیقات ښيي چې امریکا په یوه میاشت (مارچ) کې د عراق په موصل ښار کې لږ تر لږه ۱۰۵ ملکیان د هوایي بمبارد له وجې وژلي دي.
د پوځي څېړنو د ډلې مشر د هوايي ځواک جنرال “ماتیو ایسلر” پرون په خپله وینا کې وویل، د مارچ د اولسمې نېټې بمباري اصلاً د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر دوو نښه ویشتونکو شوې وه خو په نتیجه کې هغه چاودیدونکي مواد وچاودېدل چې د داعش وسلهوالو په ودانۍ کې ځای پرځای کړي وو.
برید جنرال ایسلر زیاته کړې چې یو سل او یو ملکي وګړي د هغې ودانۍ چې دوی بمبارد کړې، په لومړي پوړ کې راغونډ شوي وو، چې د هوایي بمبارد له وجې ودانۍ ونړېده او یاد ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.او څلور نور ملکیان په یوه څنګلورې ودانۍ کې مړه شول خو د نورو ۳۶ ملکي وګړو لا تر اوسه درک هم نه دی معلوم شوی.
متحده ایالاتو له دې مخکې منلې وه چې ګواکې د دې ملکي وګړو د مړینې علت د امریکا د پوځ بمباري وي او ویلي یې و چې دا وژنه عمدي نه وه. خو اوس نوموړی ایسلر خپله وایي چې بمبارد یې په عمدي توګه تر سره کړی.
په اکتوبر میاشت کې د عراق دولتي ځواکونو په موصل ښار کې چې د داعش ډلې اصلي مرکز بلل کېده پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د امریکا پوځ ورسره په هوايي برخه کې مرسته کوله.



