”د افغانانو ټیلیفوني اړیکي اورېدل کیږي“

کابل ټکی کام – د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وايي د افغانانو ټیلیفوني اړیکې خوندي نه دي او د بېلا بېلو کړیو له خوا اورېدل کیږي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال، انجینر محمد خان په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د مخابراتو وزارت د هېوادوالو د ټیلیفوني اړیکو مصؤنیت ته پاملرنه نه کوي، نوموړي وویل ”د افغانانو هیڅ شخصي ټیلیفوني اړیکه امنیت نه لري او د مخابراتو وزارت له لورې اورېدل کیږي.“

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال، انجینر محمد خان
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال، انجینر محمد خان

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې د هېوادوالو د ټیلیفوني مکالمو محرمیت ته باید پاملرنه وشي، ”د هېوادوالو ټیلیفوني اړیکي باید د نورو له لاسرسي او لاسوهنې ساتل شوې وي، او مصئونیت ته یې باید ځانګړې پاملرنه وشي.“

په افغانستان کې د عامو افغانانو تر څنګ د لوړپوړو چارواکو ټیلیفوني اړیکي هم خوندي نه دي او د بهرنیو استخباراتي شبکو له لورې اورېدل کیږي.

څو کاله وړاندې د ویکي لېکس په نوم وېب پانې ویلي و چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې او استخباراتو له لورې د عامو افغانانو او لوړپوړو چارواکو ټولې داخلي او بهرنۍ ټیلیفوني مکالمې اورېدل کیږي.

اوس مهال هم د افغانانو هیڅ یوه ټیلیفوني اړیکه د بهرنیو استخباراتي شبکو له لاسرسي محفوظه نه ده او په اسانۍ سره  څارل کېدای اورېدل کېدای شي.

څنګه پوهیدلای شو چې څوک مو ټلیفوني مکالمې څاري؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button