
ژوندونه!
خالد وزیروال
کلـــه غم کـلــــه خــوښۍ راوړې ژوندونـه
کلـــــه درد کلــــــه سلګۍ راوړې ژوندونـــه
کـلــــــه یار رانه جـــدا کلــــــه وصـــــال شي
څـه کیسې دې په ځوانۍراوړې ژوندونه
جنازه او د جوړو صندوق یوځای شي
یو تابــوت او یو ډولۍ راوړې ژوندونــه
د شهـــید بچی یتـــیم کـوڅو کې ګرځي
ورتـــه زیاتې بې وسۍ راوړې ژوندونـه
ځینې ځینې نامـــــردان رامــــعـرفي کړې
خــــو بیا ځینو ته پګړۍ راوړې ژوندونه
ځینې ځان نه کړې خپه، شي لار ترې ورکه
چا تــه ستړې ستومانۍ راوړې ژوندونــه
څوک په غېږ ورته سر کیږدي ارم شي
چاتـــه یاد د مــــــورکۍ راوړې ژوندونـــــه
خدای خبر چې به نور څومره زموږ هېواد ته
ظـــالمــــــــان ددې نړۍ راوړې ژوندونـــــــه
څوک غلام کړې ازاد ګرځي په هرځای کې
چا تــه لاس له هتــکړۍ راوړې ژوندونه
وزیروال وایي ولس یې په ارمان دی
ورتـــه نـــــورې ســوکالۍ راوړې ژوندونه
خالد وزیروال۱۴۳۸/۸/۳۰



