سرچينه: شاوليکوټ پر قرارګاه بريد کې ۵۹ سرتيري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۶) الماس خدرخېل
تېره ورځ داسې راپورونه ورکول شول، چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د جمعې په شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو پر يوه قرارګاه بريد کړی او پکې يې ۱۸ تنه عسکر وژلي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو په دغه قرارګاه کې د وړمې شپې په بريد کې د ۱۵ سرتېرو وژل کیدل تائید کړل.
طالبانو د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، چې په دغه بريد کې يې ۳۵ د ملي اردو عسکر وژلي او ۸ تنه نور يې له ځان سره بنديان کړي دي.
نن شنبه ازادۍ راډيو ته يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط ويلي، چې په دغه حمله کې د وسله والو طالبانو سرې قطعې او تر زرو پورې وسله والو برخه اخيستې وه او په خبره يې په دغه جګړه کې ۵۹ د ملي اردو سرتيري وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي او لږ تر لږه اته تنه نور يې وسله والو له ځان سره وړي دي.
طالبانو په دغه قرارګاه د جمعې تر سهاره جګړه وکړه او له نيولو وروسته يې د سرتېرو وسلې مهمات او نور پوځي وسایط یې هم له ځان سره يوړل.
افغان دولت وايي، کندهار ته يې يو هيئت لېږلى چې هلته پر دغه پوځي اډه وروستۍ حمله وڅېړي.
شاوخوا پنځه ورځې مخکې هم د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو او مرکزونه بريدونه کړي و، چې پکې لسګونو دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



