د خوست په موټر بم برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۶ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د خوست په ښار کې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه د کمپاین پر ځواکونو موټر بم برید شوی، د لومړنیو معلوماتو له مخې د برید په پایله کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د همدې ولایت د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي له رسنیو سره په مرکه کې وویل، د موټر بم د چاودنې له ځای څخه ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.د نوموړي په خبره، په ټپیانو کې د یوه روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی. خو دا یې نه دي ویلي چې دغه مړه او ټپیان عام خلک دي او که دولتي یا بهرني سرتیري.
دغه موټر بم برید د امریکایي ځواکونو پر اډه شوی، د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ په وینا موټربم برید د ګڼې ګوڼې په سیمه کې را منځ ته شوی خو هدف یې لا نه دی روښانه.
لا تر اوسه پورې د یاد موټر بم برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.



