د لیبیا په الدرنة سیمه باندې د مصري جنګي الوتکو بمبارۍ

د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل
نن دوشنبه د لیبیا ختیځ ته په الدرنة ښار باندی د مصر جنګی الوتکو یو ځل بیا تازه بریدونه ترسره کړل، دا برید یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شول چی د دغه هیواد په جنوب کی یې هم هغه سیمه چې د الوفاق الوطنی اللیبي حکومت تر ولکې لاندې ده د بمباریو هدف ګرځولې وه.
د الدرنة د مجاهدینو د شورا فرهنګي مسؤل محمد المنصوري الجزیرة ته وویل چې د مصر څلور الوتکو د دغه ښار په آسمان کې له هغې بمبارۍ مخکې الوت ترسره کړ چې دغه ښار ته یې یو زیات شمیر مادی زیانونه واړول خو ځانی زیان یی نه درلود.
منصوري زیاته کړه چې بمبارۍ د هستوګنې یوه سیمه په نښه کړې چې یواځې مالي زیانونه یي په ځای پریښي، هغه زیاته کړه چې نورې بمبارۍ یې بې هدفه وي او د غونډې یو ځای یې هم ندی په نښه کړی، دغه لیبیایی ویاند زیاته کړې ده چې د الدرنة ښار په دې نیت بمبارول چې ګوندې په دغه سیمه کې هغه فوځي ټریننګونه ترسره کیږي چې تیره جمعه یې د مصر په المنیا ولایت کې پر قبطیانو برید پلان کړی و او مصري حکومت په همدې دلیل دغه عمل ته لاس اچولی حال دا چې د هغه په وینا مصری حکومت د امنیتی او اقتصادی پلوه ناکام شوی دی.
د الدرنة مجاهدینو د شورا ویاند ویلی دی چی مصري ولسمشر عبد الفتاح السیسی د اسلامي دولت تنظیم هغې ډلې ته شا ګرځولې چې پر المنیا یې برید ترسره کړی خو پر ځای یی په لیبیا کی د متقاعد جنرال خلیفه حفتر لواء تر برید لاندې راوستی حال دا چې د دې دواړو لوریو تر مینځ معاهده هم پرته ده.
منصوری همدا راز ویلی دي چی ټولې نړۍ ته په ډاګه ده چې د الددرنة ښار هغه ښار دې چې د اسلامي تنظیم دولت سره له ۸ میاشتو جګړو وروسته یې دغه ډله له سیمې شړلې ده.

خو د تیرې جمعی او شنبې په ورځو مصري الوتکو پر الدرنة ښار بریدونه ترسره کړل، بل خوا مصري فوځ وایی چې د دوی الوتکو د دغه ښار د مجاهدینو د شورا د رئیس مقر ویجاړ کړی، خو دغې شورا دغه ادعا رد کړې او ویلی یی دی چې د دوی د حفتر ځواکونو په ولکه د دې ښار یو ځای هم نه دی ویجاړ شوی، له دې مخکې یې د المنیا له برید سره هر ډول تړاو هم رد کړی او دا یې هم رد کړې چې ګوندې پر دغه ښار برید کوونکو دې په الدرنة ښار کې ټریننګ ترلاسه کړی وی.
د المنیا برید چې نږدی ۲۹ تنه پکې ووژل شول او اسلامي تنظیم یې مسؤلیت پرغاړه واخیست ولسمشر سیسي امر وکړ چې د مصر نه د باندې دې د هغه په اصطلاح د ترهګرو فوځي ځالې په نښه کړای شي.
پرون د الدرنة ښار سیمه ایزې جرګه ګۍ د مصري الوتکو له لوري د دې ښار په بمبارولو سره د المجلس الرئاسي لحکومة الوفاق الوطني پړ وباله او غوښتنه یې ځینې وکړه چې د خپلو هیوادوالو ساتنه دې یقیني کړي.
جرګه ګې د ېوې اعلامیې په صادرولو سره سرتاسري شورا ته ګوته څنډنه کړې چې باید نور دغه ډول بې مسؤلیته استخباراتي دسیسو ته د پای ټکی کیږدي او غوښتنه یې کړې چې د لیبیا پر خاوره او د هیواد پر حریم د تیري په اړه دې ملت ته وضاحت ورکړي. او زیاته یې کړه چې سیمه ایزه جرګه ګۍ د دې حق لري چې له سیمه ایزو او دولتي اړوندو اړخونو سره په اړیکه کی شي، څو د دغه ډول تیري مخنیوي وکړی او بیا تکرار نشي.
د وفاقي حکومت سرتاسري شورا په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او ویلی یی دی چې د لیبیا په خاوره کې د مصري الوتکو بمبار له تفاهم پرته صورت نیولی او د وفاقي حکومت د استازي او قانونی با صلاحیته مراجعو سره هیڅ ډول همغګۍ صورت نه دی نیولی او دا یې رد کړه چې ګوندې دا د هیواد د خاورې پر تمامیت او بشپړتیا تیری دی.
سیمه ایزو لیبیایی سرچینو ټینګار کړی چی جنګي الوتکو چې کیدای شي مصري او یا امارتۍ الوتکې وی خو د تیرې یکشنبې په سهار یې نږی ۸ ځل د لیبیا په جنوب کې د حفتر ځواکونو اړوند د هون پر سیمه بمبارۍ ترسره کړې.

هغه زیاته کړه چې بمباریۍ تر زیاته حده ړندې وې چې زیاتره یې بې ځایه وې یواځې ځینو یې ښاري سیمې نښه کړې چې یوه یې د وفاقي حکومت اړوند د البنیان المرصوص د عملیاتي ځواکونو د فوځي قطعو زیرمتون نښه شوی، خو په هون سیمه باندې بیا بمباریو هیڅ ډول انساني زیان نه دی اړولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button