امریکا له نیو زيلانډ نه غوښتي چې ۲ نور پوځيان افغانستان ته راولیږي 

کابل ټکی کام| ۸ غبرګولی، ۱۳۹۶- امریکا له نیو زیلانډ نه غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۰ نه ۱۲ ته پورته کړي.

د نیو زیلانډ دفاع وزیر، مارک میچل رسنیو ته ویلي دي، امریکا په رسمي توګه له نیوزیلانډ نه غوښتي چې افغانستان ته د ۲ اضافي سرتېرو په لېږلو سره په جګړه کې خپله ونډه زیاته کړي.

مارک میچل وايي چې نیو زيلانډ تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې،خو وايي چې د امریکا په دې غوښتنه غور کوي او په مناسب وخت کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

اوس مهال نیو زيلانډ په افغانستان کې ۱۰ پوځیان لري چې ټول یې په کابل کې د افغان ځواکونو د افسرانو په اکاډمۍ کې افغان پوځیانو ته روزنه ورکوي.

امریکا له ګڼو هېوادونو نه غوښتې چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر لوړ کړي او اضافي پوځيان افغانستان ته ولیږي.

اسټرالیا هم اعلان کړی چې په نژدې راتلونکي کې به ۳۰ تنه نور اضافي سرتیري افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ولیږي، چې له دې سره به د اسټرالیا د هیواد د سرتېرو شمېره افغانستان کې ۳۰۰ ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د پولنډ هېواد سفیر له افغان چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې ښايي د ناټو د وروستۍ پرېکړې له مخې په افغانستان کي ددغه هېواد د ځواکونو شمېر ډیر کړل شي.

د اسټرالیا، پولنډ او نورو هېوادونو تر څنګ امریکا هم غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر لوړ کړي. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ افغانستان ته لږ تر لږه د ۳۰۰۰ پوځيانو پر رالېږلو غور کوي.

د افغان او بهرنیو کارپوهانو په خبره، امریکا افغانستان ته د نورو پوځیانو په رالېږلو سره نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او سوله راشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button