ډېلي ټایمز: د امریکا نامعلوم سیاست افغانستان نا امنه کړی

(کابل ټکی کام ۹ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

بریتانوۍ ورځپاڼه ډېلي ټایمز وایي: چي د افغانستان په هکله د امریکا سیاست نه دی روښانه. ورځپاڼه زیاتوي، تر هغو چي د افغانستان په هکله د متحده ایالاتو سیاست روښانه نه شي، دا هېواد به تل د نا امنیو شاهد وي.

د ورځپاڼې په باور، روسیې او چین له افغان حکومت سره د سولې مېز ته د طالبانو د کېنولو لپاره غونډې جوړې کړې، خو دغو غونډو ځکه نتیجه ورنه کړه چي امریکا پکې له ګډون کولو ډډه وکړه.

ټايمز ورځپانه همداراز وایي چي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا پاتې کېدو ناڅرګند برخلیک د دغه هیواد وضعیت تر پخوا ډېر خراب کړی دی.

له دې سره د ملي شورا یو شمېر غړي وایي: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور امنیت هيڅکله نه راځي او ورځ تر بلې به وضعیت د خرابوالي پر لوري روان وي.

پر افغانستان کې د نا امنیو پر زیاتوالي د ډېلي ټایمز ورځپاڼې تبصره داسې مهال ده چي په دې وروستیو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د ناکراریو شاهد دي او ظاهراً امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابوالي پر لوري روان دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button