مناره قتلوي

شاعر:عصمت الله بشام
زمونګ په کلي کې تیاره ده عاطـفه قتلوي
هم دالفت او ورورګلوي دژوند ډیوه قتلوي
سوله سنت ده نبوي خپل شرایط یې معلوم
نن په پـردي قانون دسولي فلـسفه قتلوي
دحسـرت اوښـکۍ تویـومه بل څه نه لرمه
غـربي سیـلۍ زمـوژ دګلـُو باغیـچه قـتلوي
دکلیـسا غیژ کې لوي شـوي اریاناته راغـلل
زموژ دمسـجد دشـکلاګانـو منــاره قـتلوي
سپېـدې راوخـتې رڼابه مو پرچم خپره شي
دتکبیرشورده روڼ سحار دا توره شپه قتلوي
بشام ترڅوبه یم په دي سخت کړاوو کې میلمه
دفاف لمسیان امام محراب کې پرسجده قتلوي



