د افغانستان امریکايي پوهنتون د خپلو استادانو د خلاصون غوښتنه کړې

په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون له وسله والو طالبانو د خپلو امریکايي او اسټرالوي استادانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره امریکايي پوهنتون وايي ”د افغانستان امریکايي پوهنتون د خپلو ملګرو او استادانو هر یوه کوین کینګ او تیموتي ویکس د سمدستي او بی قید و شرطه خلاصون غوښتنه کوي.“

Related image
په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون

د پوهنتون نه په خپور شوي لیک کې ویل شوي ”دوی بې ګناه دي. دوی د افغانستان د ځوانانو د روزنې او مرستې لپاره راغلي و تر څو د خپل هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي. موږ یې د خلاصون غوښتنه کوو تر څو سالم له خپلو کورنیو، دوستانو او همکارانو سره یو ځای شي.“

په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان (امریکايي کیوین کینګ او اسټرالوي تیموتي ویکس) د تېر کال د اګست په میاشت کې تښتول شوي و او د تیرې جنوري په میاشت کې د وسله والو طالبانو له لورې په یوه خپره شوې ویډیو کې راښکاره شول.

طالبانو ویلي و چې د دوی  جایزي غوښتنې دې ومنل شي او د زور څخه دي کار نه اخیستل کېږي کنه د بهرنیو بندیانو ژوند ته به خطر پېښ شي.

طالبانو همدا راز د تېر کال په اګست میاشت کې د یوه امریکايي جوشوا بويل او د هغه د کاناډايي مېرمنې کيتلان کولمن ويډیو هم خپره کړې وه.

https://www.youtube.com/watch?v=xEuSF-Bgamg

دغه ښځه او خاوند چې اوس هم له طالبانو سره دي په ۲۰۱۲ز کال کې د طالبانو لخوا ونیول شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button