د نړیوالو لخوا د افغانانو بې رحمانه وژنې او د سولې دروغجنې ډنډورې!

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب

د افغانستان اسلامي امارت چې د افغانانو د وقار او عزت نوم دی او د هغوی د اسلامي او افغاني ارزښتونو محافظ او د خپل غیور او مجاهد ولس د سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، تعلیمي، زراعتي، او بشري حقوقو مدافع دی، تل یې د خپل ولس د سوکالۍ په خاطر ځان ستومانه کړی د هغوی د دین، ناموس، افغاني او اسلامي شعائرو ساتنه یې تل د تن په وینو او د سر په قربانولو سره کړې، د خپل ترحم او عاطفې سوری یې په دوی غوړولی، د هر یرغل په وړاندې یې خپلې سینې سپر کړي د صلیبي ښکیلاک له لوري د هر تهدید مخ نیوی یې په خپل ټول توان او وس سره کړی.

د نړیوالو استخباراتي شبکو لخوا چې تیره ورځ د کابل په عام ولس کوم غیر انساني او بشر ضده برید ترسره شو او مظلوم افغانان یې یو ځل بیا د غم په غولي کینول ډیر بچي یې یتیمان،  تور سرې یې کونډې،میندې یې بورې او کورونه وران کړل او د ټولو افغانانو د مظلومیت اوښکې یې توی کړې او د هغوی غصه یې راوپاروله او په ډیره سپین سترګۍ سره د دوی افغاني لوري د کابل غلامې ادارې دا پړه په طالبانو ورواچوله او د غچ اخستنې په موخه یې په یو داسې غیرانساني او غیر افغاني کار پورې لاس ونیو چې هغه کار په خپله د افغان مظلوم اولس په وړاندې د دوی د بادارانو لخوا د تیرې ورځې غیر انساني برید ته ورته دی او په ډیر نا مردانه انداز چې د افغانیت د روحیې خلاف کار دی د مظلومو بندیانو د اعدام فیصله په ډیر جسارت او جرأت سره وکړه چې دا کار عقلاً ډېره ستره بشري فاجعه ده او د افغانیت خلاف یوه نامردانه او غیر معقوله فیصله ده چې له یوې خوا د دوی بادار زموږ مظلوم ولس د یوه منظم استخباراتي پلان له مخې قتلوي او له بلې خوا یې د دوی افغاني غلامان د همدې مظلوم ولس مظلوم بندیان اعداموي.

د افغانستان اسلامي امارت چې د حریت په معیار برابر یو سوچه افغاني او اسلامي جهت دی له یوې خوا یې د نړیوال استخباراتي شبکو لخوا د مظلومو افغانانو قتلول په جدي انداز وغندل او د دښمن دا ادعا چې ګواکې دا برید طالبانو کړی، په کلکه رد کړه او له بلې خوا یې د کابل د غلامې ادارې د نامردانه فیصلې په وړاندې جدي عکس العمل وښود او له بلې خوا یې د خپل ولس سره د خواخوږۍ، غم شریکۍ او تسلیت په موخه د خپل ترحم او عاطفې وزر وغوړول او د دښمن د نامردانه فیصلې په مقابل کې یې د کابل ادارې ۱۱ تنه بندیان د ښه نیت له مخې خوشي کړل.

طالبانو تل د انتقام د ګواښ په تعقیب خپل پلان عملي کړی او خپل قول ته یې د عمل جامه وراغوستې خپل خارجي او داخلي دښمن یې پدې پوه کړی چې زه کوم ګواښ وکړم هغه ته بیا د عمل جامه وراغوندم.

د امریکا او د هغوی د غلامانو دې سر خلاص وي او په خلاصو، آن دزړه په غوږو دې واوري چې د بندیانو اعدام یو غیر معقوله غیرانساني او غیرافغاني هڅه ده او ستاسو او ستاسو د بادارانو لخوا د سولې د ډراماتیک ډنډورو اصلې انعکاس دی چې افغان مظلوم ولس له یوې خوا په بې رحمانه شکل قتلوئ او له بلې خوا د سولې درواغجنې ډنډورې غږوئ او ولس غولوئ د طالبانو د اصلې سولې پیغام او د یرغلګرو په وړاندې د طالب مشروع او روا مقاوت داغداره کوئ.

که چیرې د بندیانو د اعدام نامردانه، افغان او اسلام ضد فیصلې صورت ونیو نو د دې کار انجام به ستاسو په خیر نه وي.

او د مظلومو بندیانو د انتقام اور به ستاسو په سرونو بلیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button