(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۴) الماس خدرخېل
د کندهار ښار په پنځلسمه امنيتي حوزه کې د حاجي عرب ماموريت سيمه کې دوه تنو نفوذي عسکرو د ماموريت قوماندان او د هغه د معاون په ګډون لسګونه عسکر وژلي او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته پېښه تائيد کړه او زياتوي، چې له لسو زيات عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي، خو د کره شمير په اړه يې مالومات نه لري.
د سرچينې په وينا دواړه نفوذي عسکر سهار ناوخته د پوليسو په ډزو سره ووژل شول.
يوه بله سرچينه بيا وايي، په پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي او قوماندان د ټپي کېدو په ګډون يو شمير نور پوليس ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
نوموړي کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې بريد د دوی د ۲ نفوذي (مجاهدينو) له لوري د حاجي عرب په ماموريت کې شوی او پکې يې د ماموريت قوماندان (شيرعلي) او د هغه د معاون (بريتور مجيد) په ګډون ۲۴ عسکر وژلي دي.
طالبان وايي، کله چې دغه دواړه نفوذي عسکر د حوزې په لور تللي هلته يې هم څلور عسکر وژلي دي او په وينا يې چې ترسهار لمر ختو پورې د پوليسو او نفوذي عسکرو تر منځ جګړه روانه وه چې سهار بيا ووژل شول.
تر اوسه د دولت رسمي سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


















