ويسټ اينډيز افغانستان ته په دوهمه شل اوريزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۴) الماس خدرخېل

ويسټ اينډيز په دوهمه شل اورزيزه لوبه کې هم افغانستان ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د باران د ورېدو له کبله د مسابقې اورونه ۱۵ ته راکم شول، لومړی توپ وهنه ويسټ انډيز وکړه چې په ټاکل شويو پنځلسو اورونو کې يې ۱۱۲ منډې وکړې او د باران د وريدو او وقفې له کبله افغانستان ته ۱۲۳ منډې هدف وټاکل شو.

ورپسې افغان لوبغاړو توپ وهنه وکړه او ټولې يې ۹۳ منډې جوړې کړې، چې د ۲۹ منډو په توپير سره يې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تېره ورځ هم د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ شل اوریزه لوبه وشوه چې د وېسټ انډیز په بریا پای ته ورسېده.

پرونۍ لوبه کې ملي لوبډلې په ۶ وېکېټو ماتې وخوړه.

ملي لوبډله له ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې سره درې شل اوريزې لوبې کوي، چې دوه يې افغانستان وبايللې او يوه يې پاتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button