(کابل ټکی کام ۱۴غبرګولی۱۳۹۶) محمدحارث
له ميدان وردګو څخه تر لاسه شوي راپورنه وایي چې د همدې ولایت د جلريز ولسوالۍ په علي خېلو سیمه کې د هوایي برید له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د وردګو سيمه ييز چارواکي هم پېښه تائیدوي او وايي، یاد هوایي برید پرون مازديګر د جلريز ولسوالۍ په علي خيلو سيمه کې شوی دی.
د وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، چې دغه هوایی بريد د عبدالقيوم په نوم د يوه ملکي وګړي پر کور شوی، چې له امله يې د يوې مېرمنې او يو ماشوم په شمول درې تنه وژل شوي او ۶ نور بیا ټپيان دي. منګل زياته کړه، چې په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
ځینې امنيتي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې په دغه هوایی بريد کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. د والي وياند منګل وايي، لا تر اوسه نه ده معلومه، چې یاد بريد د افغان هوايي ځواکونو لخوا ترسره شوی او که بهرنيو ځواکونو کړی؛ خو د ده په خبره په دې اړه پلټنې روانې دي.


















