پوتين: ناټو د امريکا د ګټو لپاره فعاليت کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۴) الماس خدرخېل

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټین وايي، چې ناټو د امريکا د بهرنۍ پاليسۍ آله يا ماشين دی، چې يواځې د امريکا د ګټو لپاره کار او فعاليت کوي.

د سپوټنيک خبري اژانس د خبر له مخې پوتين ويلي چې په ناټو کې متحدين نشته او يواځې خادمين دي.

نوموړی وايي، کله چې يو کوچنی هېواد د ناټو غړيتوب ترلاسه کوي، نو د امريکا غوندې د ستر او طاقتور هېواد په وړاندې نه شي ودرېدلی نو معلومه ده، چې په هغه هېواد کې په اسانۍ سره هرڅه کولی شي، لکه د توغنديو دفاعي سیستونه ځای پرځای کول او د دغه راز نوې پوځي اډې جوړول.

پوتين دغه راز د بطرسبورګ اقتصادي غونډې ته هم ويلي و، چې دوی به د ناټو پر پوځي پراختيا او د الاسکا او جنوبي کوريا په ګډون ځينو هېوادونو کې د دوی پر توغنديو نصبولو چپ پاتې نه شي.

د پوتين په وينا، روسيه د ناټو دغې پرمختګ ته د خطر په سترګه ګوري او د دغو تهديدونو ته د ځواب په ورکولو کې فکر کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button