عبدالباقی مهاجر
غزل
د رب رضاء تل دسرونو خیراتونه غواړي
خوږو ملګرو شهادت دار زندانونه غواړي
حوصله کړئ د امتحان پرلارروان یو وروڼو
عرش ته سفر په سرو اورو کي تیندکونه غواړي
عشق دالله (ج) ده ډېرحساس حساس ګامونه آخلئ
ملګرو مينه الهي سرہ گلابونه غواړي
د جنت غېږه آخيستل دومرہ آسانه نه ده
پاس په سينوکي دنېزو مست پر هررونه غواړي
دانقلاب نوی بدلون وړہ خبره نه ده
وينې خولې دسپين جبين لکه رودونه غواړي
د ذوالجلال لقاء ته تلل په مفته نه ده وروڼو
نازکي پښې پر آغزو ږدل اوږده مزلونه غواړي
مهاجرياره ځه رخصت واخله نورمه اود رېږه
آبدي ژوند په ځان منلي کړاوونه غواړي

















