د کابل د ګارنيزيون قومندان او امنيه قومندان دندې ځنډول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل

په پلازمېنه کابل کې د وروستيو پېښو سره په تړاو د کابل د ګارنيزيون د قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي او د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ دندې ځنډول شوي دي.

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، دغه پريکړه يې د څېړنو او تحقیقاتو وروسته کړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې (د محکمې د پلاوي له لومړنيو څېړنو وروسته د عدالت د ټینګښت لپاره پریکړه کړې چې د کابل د ګارنیزیون د قوماندان ډګرجنرال ګل نبي احمدزي او د کابل د امنیه قوماندان جنرال حسن شاه فروغ دندې دې وځنډول شي).

د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د امنيه قومندان او د ګارنيزيون د مشر په اړه د يادې پريکړې هرکلی کړی.

څو ورځې وړاندې د کابل په وزير اکبرخان تر ټولو امن سيمه کې د ټانکر په وسيله ستره چاودنه رامنځته شوه، چې له امله يې شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول او له ۳۵۰ زيات ټپيان شول.

د يادې پېښې وروسته يو شمير کسان د امنيت په ټينګولو کې د پاتې راتلو په موخه سړکونو ته راووتل چې لاريون په تاوتريخوالي بدل شو او د پوليسو سره په ډزو کې شپږ کسان ووژل شول او یو شمير نور ټپيان شول.

په لاريون باندې د ډزو له امله په کابل کې ځينو کسانو خيمې لګولي او له حکومت نه په لاريون کې وژل شويو کسانو ته د انصاف غوښتنه کوي.

دغو اعتراض کونکو د حکومت د ملي امنیت د مشاور حنیف اتمر په ګډون د لوړ پوړو چارواکو د لېرې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

لويه څارنوالي وايي، د دغه چارواکو د دندو ځنډولو هدف دادی چې په لاريون کې د شوي تشدد حقايق روښانه او په دوی لګېدلي تورونه څرګند شي او د ولس سره يې شريک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button