(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل
د ننګرهار ولايت به غني خيلو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو پر زغروال ټانګ چاودنه شوې، چې له امله يې ۵ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
يوې ځايي باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې تېره شپه امريکايي پوځيان د يادې ولسوالۍ په کاميزای سيمه کې په ګزمه روان و چې درنه چاودنه پرې وشوه.
د سرچينې په وينا چاودنه ډيره زوروره وه چې له امله يې د امریکايي ځواکونو ټانګ مکمل ويجاړ شوی، ښکاري چې امريکايي عسکر پکې وژل شوي وي، ځکه چې د چاودنې سيمې ته امبولانس چورلکې راغلې او مړي او زخميان يې ولېږدول.
له دغې چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو درې کسان په ډزو سره وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغه بريد کې د ګنډيري په نوم یو کس او د هغه دوه زامن وژل شوي چې د وژل شوو زامنو عمرونه له ١٥ کلونو کم دي.
د غني خيلو ولسوالۍ عبدالوهاب هم مني چې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه وايي.
د دغې چاودنې مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تيره شپه د دوی پلويانو د يادې ولسوالۍ په کاميزای سيمه کې په امريکايي ټانګ چاودنه کړې چې پکې ۵ امريکايي پوځيان وژل شوي او ټانګ يې مکمل ويجاړ شوی دی.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت د غوڅ ملاتړ او د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې وړمه ورځ هم د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې يوه افغان کمانډو عسکر پر امريکايي پوځيانو ډزې وکړې چې څلور تنه يې ووژل، چې امريکايي ځواکونو د درې او ولايتي چارواکو د دوه امریکايي پوځيانو وژل تائيد کړل.
طالبانو د اچين بريد په اړه ويلي و چې نوموړی کمانډو عسکر د دوی نفوذي و.


















