بهرنيو ځواکونو تر چاودنې وروسته ۳ ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل

ياده پېښه تيره شپه د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې په سيمه کې طالبانو پر امريکايي ځواکونو په ځمکه کې د خښ شوي ماين پر مټ چاودنه وکړه.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي رسنيو ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د (شيرګړ) سيمه کې لومړی د بهرنيو ځواکونو په موټر د ماين چاودنه وشوه او بيا وروسته دغه ځواکونو ډزې وکړې.

نوموړی وايي، بهرنيو ځواکونو ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو د دوی په ډزو درې ولسي وګړي په شهادت رسېدلي دي.

يوې سيمه ييزې سرچينې زياته ويلي، په دغه بريد کې د ګنډيري په نوم یو کس او د هغه دوه زامن وژل شوي چې د وژل شوو زامنو عمرونه له ١٥ کلونو کم دي.

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر بهرنيانو د چاودنې مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې په دغه چاودنه کې يې پنځه امريکايي پوځيان وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button