ډاکټر عبدالله: په حکومتوالۍ او امنيت راوستلو کې پاتې راغلي يو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل

د ګډ حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله وايي، دا منو چې په حکومتوالۍ او په امنیت راوستلو کې پاتې راغلي دي.

ډاکټر عبدالله نن د وزيرا شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې د ملي يووالي حکومت په خپلو کارونو کې پاتې راغلی او په دې بايد اعتراف وکړو.

نوموړي وايي، په دندو او خلکو ته د خدمت کولو هغه څه مو ونه کړل چې د افغانستان د خلکو اړتيا وه او بايد کړي مو وای.

هغه زياتوي، زمونږ په ګډون د ملي يووالي ټول حکومت په حکومتوالۍ او امنيت کې پاتې راغلی دی.

تردې وړاندې یو شمېر سیاستوالو، سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او عامو خلکو د ملي وحدت حکومت له بې کفایتۍ سخت انتقادونه کړي او دا يې يو ناکام حکومت بللی.

د دوی په وینا د هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت او بهرنی سیاست په ناوړه وضعیت کې دی او بايد لویه جرګه يا ملي اجماع راوبلل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button