ميدان وردګ کې د نرخ څارنوال او ۵ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۳) الماس خدرخېل

د ميدان وردګ ولايت په مرکز کې د پرلپسې دوه غبرګول چاودنو له امله پنځه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

يوې ځايي امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چاودنې د مرکز اړوند چهارباغ سيمه کې په پوليسو شوي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په عين حال کې د دغه ولايت امنيتي سرچينو خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته د وسله والو په بريد کې د نرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ رئيس وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا نوموړی باندې تېره ورځ د افغانانو په سیمه کې وسله والو بريد وکړ او ځاي پر ځای ووژل شو.

تر اوسه د دولت رسمي سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بل پلو د دواړو بريدونو مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button