په کابل ښار کې د اعتراض په نوم لګېدلې خيمې ټولې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۳) الماس خدرخېل

په کابل ښار کې د اعتراض په نوم ځينې هغه خيمې چې د دغه ښار په يو شمير واټونو او سړکونو کې لګېدلې وې نن ټولې شوې.

نن سهار مهال د کارته پروان، تیمني څلور لارې، کابل امنیه قوماندانۍ او پل ارتل په سیمو کې لگول شوې خېمې ټولې شوي دي.

د اعتراض کوونکو یوه ویاند فهیم معرفت رسنیو ته وويل، چې دوه یا درې خیمې به د ښار په مرکزي سیمو کې ولاړې وي؛ خو نورې به له دې امله ټولې شي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.

د اعتراض کوونکو له ډلې يوه کس وويل، د شيرپور په سيمه کې لګېدلې خيمه به د دوی د غوښتنو تر پوره کیدلو پورې ولاړه وي.

درې ورځې وړاندې د حکومت له لوري د اعتراض کونکو سره د خبر کولو له ټاکلي هيئات سره د خيمو د ټولولو ژمنه شوې وه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په لاريون کې د يو شمير کسانو له وژنې وروسته دغه خيمې د اعتراض په ډول د کابل ښار په واټونو او سړکونو کې ولګول شوې، چې د دغه ښار ډیری اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي و.

دوی د يو شمير امنيتي چارواکو له دندو د ګوښه کولو غوښتنه کوله.

دغې پېښې سره په تړاو وړمه ورځ د کابل لويې څارنوالۍ د کابل امنيه قوماندان او د ګارنيزيون د مشر دندې وځنډولې.

تر اوسه د اعتراض کوونکو د نورو غوښتنو د پوره کېدو په اړه حکومت څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button