تبصره
افغانستان په ټوله اسيا کې د انسان د بدن د زړه په څېر دی، که کابل کې امن وي د سيمې، ګاونډيوهېوادونو او د مشرق د شاعر، اقبال په وينا د کابل امن د اسيا امن دى او که نه د بدامنيو له امله به د اسيا هر هېواد هره ورځ د جنازو شاهد وي.
په کابل کې د تيرې اونۍ د مرګونو پېښو په تړاو د کابل د ګارنيزيون او امنيه قواندانانو دندې ځنډول شوې دي، چې دا د سترې محکمې پرېکړه د دواړو کسانو د غفلت او نا اهلۍ ثبوت ورکوي. په هر حال که د دې دواړو نظامي چارواکو په دندو ځنډولو سره په کابل کې امن راځي ښه او پر ځای پريکړه ده، چې بايد په ولاياتوکې هم ورته پرېکړې وشي.
په کابل کې به د تيرې اونۍ د مرګونې پېښې په اړه د دوه تنو د دندو د ځنډولو پرېکړه د کابل ښاريان تر څه وخت خوښ او وروسته له دې به ځان په امن بولي، خو که د تېر په څېر بيا دغه ډول مرګونې پېښې وشوې حکومت او ستره محکمه به بيا د کابل ښاريانو په وړاندې څه ځواب وايي؟
موږ خو تل غواړو چې په هېواد کې مو امن وي، هېوادوال مو د امن او سوکالۍ ساه واخلي؛ خو د تېرو درې لسيزو او آن څلورمه لسيزه شوه چې دا ارمان – چې موږ په امن ساه واخلو- په زړه کې پاتې دی او پوره نه شو. زيات شمېر کسان د دې دواړو کسانو په څېر له دندو ګوښه شول خو امن لا هغسې له هېواد کډه کړې ده او ځای یې جګړې نيولى دى.
دا ښکاره خبره ده چې د څو کسانو له دندو په ګوښه کېدو او ځنډېدو امن نه شي راتلاى، په اصل کې حکومت بايد حقيقت ته تسليم شي. حقيقت دا دی چې د ولس روا غوښتنې دې ومنل شي، د هغوی غوښتنو ته دې روا ځواب وويل شي، د هغوی قناعت دې حاصل کړل شي، د هغوې سره دې د يوه افغان په شکل څرنګه چې يو افغان د خپل هېواد او خپل ولس د راتلونکې په اړه د خپل نظرحق لري ورته درناوى وشي.
د مشرانو جرګې په ښکاره ويلي دي چې حکومت دې د معترضينو روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي، تر څو ژر د تحصن خېمې ټولې شي او په کابل کې ټولې لارې چې د ښاريانوستونزې یې را ولاړې کړې دي، بيا خلاصې کړل شي.
که موجوده حکومت غواړي ځان او ولس له ستونزو وژغوري، د هر افغان معقولې غوښتنې ته دې معقول ځواب ووايي؛ ځکه حکومت د هر افغان د رایې پر بنسټ جوړ شوی دى او دا د حکومت دنده ده چې د ولس د سر او مال ساتنه په هر سخت حالت کې وکړي او روا غوښتنې ته یې ځواب ووايي.
په کابل کې د يو شمېر کسانو چې له حکومته غوښتنې لري او يا یې ورسره څه ستونزه شته، په چوپه خوله وخت تېرول ځواب نه دی، که په غيرقانوني توګه سره ياد کسان راټول شوي وي او کابل ښاريانو ته سرخوږی راپيدا کوي بايد جدي عکسل العمل ورسره وښودل شي او که ېې غوښتنې روا والی ولري بايد په پوره وضاحت سره قناعت ورکړل شي.
که حکومت د ولس او څو تنو خېمه وهونکو په وړاندې ځواب نه شي ويلای، بيا نو دا د حکومت نا اهلي ده. هر چا ته هغه دوست وي او که دښمن په عاقلانه توګه ځواب ورکړل شي، داسې ځواب چې هغه ته د قناعت وړ او په خپله کړنه پښيماني وښیې، نه دا چې اعتراض کوونکي او حکومت دواړه دې د کابل ښاريانو ورځنی ژوند تريخ او يو بل خوا ته تللې لارې دې د حکومت او اعتراض کوونکو تر منځ بندې وي.
دا دی د تېرو څو ورځو راپدېخوا په کابل کې نا ارامي ده، د ټول هېواد امن یې خراب کړی دى؛ کابل د هېواد او افغانستان د اسيا زړه دى، چې په کابل کې امن نه وي سيمه او اسيا به نا امنه وي.


















