(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۳) الماس خدرخېل
د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس ويلي، چې ډېر ژر به د افغانستان د مسئلې په اړه سمه تګلاره د امريکا ولسمشر ټرمپ ته وړاندې او نوموړي سره يې شريکه کړي.
د رويټرزخبري اژانس د راپور له مخې په دغه تګلاره (ستراتيژۍ) کې به يواځې افغانستان نه بلکې په سيمه ييزه کچه د جګړې د مهارولو اقدامات شامل وي.
د هغه په وينا، چې ډېر ژر به خپلې سپارښتنې د پرېکړې لپاره ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.
تر دې مخکې د امريکا لوړپوړيو امنيتي مسئولينو ويلي و، چې نوې ستراتيژي به د افغانستان او پاکستان لپاره يو ډول جوړېږي.
مټس زياته کړې: (موږ هڅه کوو په دې اړه سیمه ییز تقارب یا نژدېوالی رامنځ ته کړو او ژر به یې ولسمشر ته د وروستۍ پرېکړې لپاره واستوو. موږ هرڅه د هند او پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت له مخې ګورو. همداشان د ایران او نورو ټولې سوېلي اسیا سیمو نژدېوالی هم مهم دی).
د روان ميلادي کال په فبرورۍ کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان د امريکا له کانګريس څخه په افغانستان کې د ځواکونو د زياتولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مټیس دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه ټکنۍ ښکاري.
د راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکايي او ۵ زره د نورو هېوادونو سرتېري د ناټو په چوکاټ کې مېشت دي.


















