محمد عمر منصور
هغه د میړانې هسک څلى او د تقوا دنګ غر ونړېد، هغه د وفا نمونه او خاکسارۍ سمبول ړنګ شو، هغه د مينې ځلانده ستورى او د شجاعت سپين لمر ډوب شو هغه د سنګرونو فاتح اوس د جنتونو سردار شو.
راځئ يوه شيبه د ننګيالي زلمي سيدکريم (احمد) له ننګونو ډک ژوند ته سرسريزه کتنه وکړو.
د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز شيخانو سيمې د دينارخيلو قبيلې سره تړاو درلودونکى تنکى غازي زلمى سيدکريم (احمد) د حاجي فتح الباري زوى خواوشا اوويشت کاله وړاندې د هجرت په ديار کې په یوه مسلمانه، شریفه، متدینه او مجاهده کورنۍ کې و نړى ته سترګې روڼې کړې.
لومړنۍ زدکړې یې د هجرت د ديار د خپل کلي په مسجد کې پيل کړې، لوړو ديني زدکړو ته يې د هيواد مشهور جيد عالم دين خليفه عبدالباري جهاني صاحب په مدرسه کې دوام ورکړ، د نوموړي زياته ځيرکتيا او اخلاص ددې لامل شو چې لا طالب العلم و، خو د خليفه عبدالباري جهاني صاحب لخوا د همدې سترې مدرسې چې هر کال لسګونه عالمان د دين د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کوي مهتمم وټاکل شو.
د اشغال په لومړنيو کلونو کې چې لا يې عمر د جنګ د ډګر نه و، نو خپله جهادي مينه او تنده به يې په خپل خوږ اواز کې د حماسي شعرونو په زمزمه کولو ماتوله، د ځوانۍ په درشل د قدم کيښودلو سره سم يې په سنګر هم د غيرت قدم کيښود.
کله چې په پکتيا ولايت مرکز ګرديز کې د خپلو غيرتي کارنامو، له ملګرو سره په غوره اخلاقو او له ولس سره په ښه چلن ځانګړى شهرت وموند نو د امارت د مسئولينو لخوا د ياد ولايت په ښارنو ولسوالۍ کې سرګروپ وټاکل شو؛
د الله په لوى نصرت د ننګيالي زلمي احمد په جهادي مهارت او غيرت هلته ګڼ شمېر فتوحات د مجاهدينو نصيب شول.
د سيدکريم (احمد) صداقت و خلوص، غيرت و شجاعت، سخاوت و ميلمه پالنه، تقوى و حلم، عاجزي و انکساري، خنده رويې، په حق دريده او ديانت وو چې د بېلا بېلو سيمو مجاهدينو توجه يې ځان ته جلب کړې وه، همدا لامل و چې د مختلفو سيمو مجاهدينو په غوښتنه او زاريو د هغوى د سيمو په جهادي تشکيلاتو کې برخمن شوى ده؛
سيد کريم (احمد) د زرمت، ګرديز او ښارنو څخه پرته د ګران هيواد د بولدک، کره باغ او شلګر ولسواليو کې هم جهادي فعاليت ترسره کړى ده.
په دې وروستيو کلنو کې يو ځل بيا د مرکز ګرديز د ملګرو په غوښتنه، د وطن د آزادۍ، د اشغال د ټغر ټولو لپاره د مرکز ګرديز په سيمه کې د ډلګۍ مشر د معاون په حيث خپل جهادي فعاليت ته ادامه ورکړه،
دلته هم منلی قومندان سيدکريم (احمد) د خپلو حسينو اخلاقو او خاصو کمالاتو په مټ د ذهنونه په جوړولو، د ملګرو ترمنځ د ریښتیني اخوت فضاء حاکمولو، د نفرت، کرکې او تعصب د جرړو بیخکني کولو ترڅنګ په خپل مدابرانه جهادي عملياتو کې د دښمن ګڼ شمېر پوستې فتح او پراخه سيمه د دښمن له شتون څخه پاکه او د اسلامي امارت تر ولکې لاندې کړه.
بالاخره د روژې مبارکې په شپاړلسمه له دښمن سره په مخامخ جګړه کې د علم، تقوا، پوهي، اخلاص، مينې او وفا ځلانده ستورى سيدکريم (احمد) د اسلام د دفاع او خپلواکي لپاره په خپل نازک بدن
سخت ټپونه وګالل او په ولسم د روژې مبارکې د شهادت جام په نوش کولو سره د ابدي ژونديو په قطار کې حساب شو.
ننګيالى زلمى سيدکريم (احمد) یو درویش صفته قومندان، بې ریا مجاهد، د اخلاقو نمونه، د مینې مرجع او د ځوریدلو پرګنو لوی غمخوار و،
ربه!
ته یې ټول خدمتونه، زحمتونه او سعې په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړه.
په پايې کې، د شيخ الحديث زړور قومندان شهيد سيدکريم احمد و پاکو ولولو ته دغه دعا ډالۍ کوم او د خاصې مینې احساس پرې اوبووم:
د ښايسته صورت او ښايسته سيرت څښتنه!
جنت دي ځاى شه، افغانستان ستاسو په څير باکرداره ننګيالو زلمو ته اړ ده، رب مو دې ستاسو په څير په يو بل قومندان ونازوي.


















