جواد څارګر
په اشغال ممالکو کې د اشغالګرو ټول تمرکز پر دې وي چې څنګه کولای شي د وګړو افکار تحریف او اذهان تخدیر کړي او بیا د همدې منحرفو افکارو او تخدیر شویو اذهانو پر مټ، اصل او رښتوني حقایق مسخَ کړي.
دلته چې د اربکیانو باب پرانستل کېده، ډېرو پر وطن مئینو افغانانو نعرې ووهلې چې دا شی مه جوړوئ، له دې پروژې موږ ته د کور په کور دښمنۍ، او بین الافغاني جګړې بوی راځي؛ دا صاحبان! چې نن د بین الافغاني جګړې بابولالې غږوي، هغه مهال ولې خاموش ول؟!
د اردو عسکر چې له درې میاشتني تدریب فارغیږي، د اشغالګرو جنرالانو پر وړاندې قسم ورکولای کېږي چې د طالب سره به په جګړه کې اخلاص کوي؛ هلته دوی ولې دا فکر نکوي چې ولې یو افغان ته، د بل افغان د وژلو لپاره قسم ورکولای کېږي او د بین الافغاني جګړې د غځولو لپاره قسمي کېږي؟!
درځئ لومړۍ د روانې بین الافغاني(!) جګړې اصلیت درک کړو، دا معلومه کړو چې دا جګړه څوک ترتېبوي، تمویل یې څوک کوي، وسله او تجهیزات ورته څوک مهیا کوي او څوک ورته د لس او دولس زره، افغانیو په بدل کې افغانان رانیسي او دروانې جګړې د غځولو لپاره یې د ملي پوځ په نوم، د بین الافغاني جګړې د کرایه شویو جنګیالیو په لیکو کې منسجم کوي؟
یوه شېبه د رسنیو له فکري تخدیره ځان خلاص کړئ او په سړه سینه سوچ وکړئ چې روانه جګړه چا پیل کړې، چا د بین الافغاني جګړې پر لور رهبري کړه او څوک یې د خپلو نارواؤ ګټو، د بقاء او تضمین لپاره د غځولو کوښښونه کوي؟!
هو، طالبان سوله غواړي؛ که حکومت سولې ته ژمن وي، ولې د سولې لپاره د طالبانو روا، او رڼو غوښتنو ته (هغه غوښتنې چې د ټول ملت غوښتنې دي؛ مثلاً بې قید او بې شرطه د خارجي ځواکونو وتل، اشغال ختمول او د اسلام په رڼا کې افغانان د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره ازاد پرېښودل) لبیک نه وایي؟!
د یوه لوړ پوړي طالب چارواکي سره ناست وم، په لاس کې نیولې تسبیح یې پورته کړې او په قسم اخیستلو سره یې زیاته کړه ”قسم په الله، که همدا نن اشغالګر پوځیان ووتل، زه به ټوپک پر مځکه کېږدم، خپلې تسبیح به راسره واخلم او خپل درس ـ تدریس ته به مخه کړم، مګر دا په دې مانا نه ده چې زه نور ستړی شوی یم، دا مې له خپل رب سره وعده کړې، که اشغالګر سل کاله نور هم پاته شي او زما په رګونو کې وینه چلېږي او په مټو کې مې د پورته کولو توان وي، خپل مقاومت ته به دوام ورکوم، که اشغالګر همدا نن ووتل، اسلامي نظام حاکم شو، په همدې ساعت ټوپک اېږدم، نه چوکۍ غواړم، نه مرسډیز موټر او نه ددنیا شباب او کباب. “
حکومت غواړي بلکې د اشغالګرو اعظمي غوښتنه همدا ده چې طالبان ټوپک پر مځکه کېږدي او په حکومت کې مدغم شي؛ بیا چې امریکایان څه غواړي همهغه به کېږي.
قربانۍ به ضایع شي، ارمانونه به تر خاورو لاندې شي، د لکونه افغانانو هیلې به په ناهیلۍ بدلې شي او امریکایان به د خپلو ګټو د تحقق او د سیمې د شیطانت په پار، د تل لپاره په ګران هېواد کې مېشت شي.
د همدې هدف د حصول لپاره په ذهني تحریف لکونه ډالر مصرف شوي او زرګونه زیره خواره ورته د تبلیغاتو لپاره ګمارل شوي تر څو اصطلاحات تحریف کړي، تسلیمۍ ته د سولې نوم ورکړي، مقاومت په ترهګرۍ تعبیر کړي او تلپاته اسارت او ذلیلې غلامۍ ته ددوستانه اړیکو او د حالاتو د مقتضیاتو نومونه کېږدي.
که داسې نه وي د سولې لپاره د طالبانو شرایط بیخي راڼه او اسانه دي؛ ټولې خواوې دې په یوه خوله له امریکایانو وغواړي چې موږ مو نه غواړو، موږ درنه بېزاره یو، کډې مو بار کړئ او موږ پرېږدئ چې د تلپاته سولې لپاره پخپلو کې د اخوت لاسونه ورکړو.
په همغه شېبه بین الافغاني(!) جګړه پای مومي او د جګړې ژبغړانده اور خاموشه کېږي. مګر زه په کامل باور او ډاډ سره وایم چې د کابل برحاله قیادت، هیڅ وخت د اشغال د خاتمې او د جګړې د بندېدا لپاره رښتیني ګامونه نشي پورته کولای، ځکه په جګړه کې د دوی د بادار ګټې دي او د همدې ګټو د لاس ته راوړلو لپاره یې همدا کاواکه او افغان دښمنه افراد د واک پر ګدیو کښېنولي.
د هوسا، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله!!


















